Asset 1SWN

خوست کې ځوانانو زده‌کړو ته د کورنیو هڅولو لپاره کلي په کلي کمپاین پیل کړی

--۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

خوست کې يوه ډله ځوانان کلي په کلي ګرځي او کورنۍ هڅوي چې خپل هغه ماشومان چې عمر يې ښوونځیو کې د شاملېدو لپاره برابر وي، ښوونځيو کې شامل کړي.

د دغه کمپاین په ترڅ کې هغو ماشومانو ته په وړيا ډول انځورونه هم چاپېږي چې په ښوونځي کې د شامېليدو پرمهال ورته اړتيا وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ډلې یو غړی نقيب‌الله ځلاند وايي، تردې دمه يې زرګونه هغو ماشومانو ته په وړيا ډول عکسونه چاپ کړي چې ښوونځي ته د تګ عمر يې پوره کړی دی.

هغه وویل: «موږ کلي په کلي، کور په کور ګرځو، د هغو ماشومانو چې د ښوونځي عمر يې پوره کړی وي دوی کورونو ته ورځو دوی ته په وړيا ډول ښوونځي لپاره عکسونه چاپوو سږ کال مو چې يوه اونۍ پوره کيږي درې نيم زره ماشومانو ته مو د ښوونځيو عکسونه چاپ کړي.»

د هغه په وینا، د هېواد لرې پرتو سیمو کې یوشمېر ماشومان ښوونځیو ته له تلو محروم دي او داسې کورنۍ هم شته چې د اقتصادي او ځینو نورو دلایلو له مخې خپل ماشومان ښوونځیو ته نه استوي.

نادرشاه‌کوټ ولسوالي کې د لرې‌پرتې «ځنيخيلو» سيمې اوسېدونکي چې ياده ډله ورغلې، د دغو ځوانانو له کمپاين خوښ دي، خو وايي چې په ګڼ‌شمېر لرې‌پرتو سيمو کې د ښوونځيو د نشتون له امله يې ماشومان له زده‌کړو پاتې کېږي.

د دې سيمې يوه قومي مشر وليزنګ له مسوولانو غوښتنه وکړه چې زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړي. «موږ په کلي کې پنځه سوه کوره يو خو  مکتب نه‌لرو، مرکزي مکتب ته پنځه کيلومتره لاره ده چې ماشومان یې په يخنۍ او ګرمۍ کې نشي وهلی. نو مجبوراً هغه په کورو کې پاتې دي، بې‌‌تعلیمه او بې ‌مسلکه لوييږي.»


لوګر کې ۱۲۶۰نالوستو کسانو ته د سواد زده‌کړې پروګرام پيلېږي

د نهرسراج اوسېدونکي: ښوونځي نه‌لرو او ماشومان مو جومات کې زده‌کړې کوي

پکتیکا کې د یونېسف ۴۷۸ ټولګیو کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان زده‌کړې کوي


شمس‌الله د يادې سيمې هغه ځوان دی چې د ښوونځي د نشتون له امله ترې زده‌کړې په نيمه کې پاتې دي. نوموړی هم له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې په سيمه کې دې ورته ښوونځی جوړ کړي.

هغه وویل: «زه په خپله په اووم ټولګي کې پاتې شوی يم، له دې امله پاتې شوم چې مکتب ته زيات نه‌يم تللی، نو محروم پاتې شوم. يو زه نه ډېر نور شاګردان زما په څير پاتې شوي چې ښوونځي ته لاسرسی نه‌لري. بل لاره ډېره اوږده ده، شپږ يا اوه کيلومتره ده، زه دا غوښتنه لرم چې نور ځوانان باید له ښوونځي پاتې نه شي.»

ورته مهال د خوست د والي مرستيال مولوي محبوب شاه قانت وايي، هر هغه څوک چې د نوي نسل د روزنې په برخه کې هڅې کوي، دوی يې ملاتړ کوي. «د پوهنې برخه چې يوه مهمه برخه ده، په دې مورد د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې موږ يوه سالمه او باتعليمه ټولنه ولرو. په دې پار هر هغه څوک چې په دې برخه کې کوشش کوي، زيار ګالي تر څو زموږ وړوکی نسل تعليم طرف ته سوق کړي موږ کاملا د هغوی نه طرفداري کو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوي تعليمي کال پیلېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او د یادې ډلې ځوانان هیله څرګندوي چې د روان کمپاین پرمهال به توانېدلي وي چې لرې پرتو کلیو کې کورنیو ته دا فکر ورکړي چې خپل ماشومان ښوونځيو کې شامل کړي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام