د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د بورډ اجراییوي رییس نصیب‌خان د نوموړي هرکلی کړی او د ملي لوبډلې د راتلونکو پلانونو او ستراتیژیکو موخو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

پایبس د خپل لومړي سفر پرمهال د غوراوي کمېټې، نړیوال کرېکټ، کورني کرېکټ او د ظرفیت لوړونې مرکز له مسوولانو او همدارنګه د دواړو لوبډلو له لوبډلمشرانو سره کتلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په دې ناستو کې د راتلونکو سیالیو، پلانونو او د تمریناتي کمپ د مدیریت په اړه بحثونه شوي دي.

د کرېکټ بورډ په وینا، د ظرفیت لوړونې مرکز تر څارنې لاندې به د نوي مشر روزونکي په شتون کې د شاوخوا ۴۰ لوبغاړو لپاره یو میاشتنی تمریناتي کمپ جوړ شي. دغه کمپ به د اپرېل په ۱۲مه پیل او د مې تر ۱۶مې پورې به دوام وکړي.

یاد کمپ د افغانستان ملي لوبډلې لپاره د هند پر وړاندې د راتلونکې ټېسټ لوبې او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته د چمتووالي په موخه جوړېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام