په وروستیو دوو لسیزو کې د ټکنالوژۍ د پراخ پرمختګ او ښاري ژوند د بدلونونو له امله په هېواد کې د ماشومانو د لوبو په ډولونو کې هم څرګند بدلون راغلی دی.
پخوا د ماشومانو ترمنځ دودیزې لوبې لکه توپډنډه، کاغذپران، تشلهبازي او جزبازي ډېرې عامې وې. دا لوبې د ماشومانو د ټولنیز ژوند، ملګرتیا او ګډو فعالیتونو مهمه برخه بلل کېدې. خو اوس د ښاري ژوند پراختیا او موبایل، انټرنېټ او کمپیوټري لوبو ته د لاسرسي زیاتوالي سره ډېری ماشومان ډیجیټلي لوبو ته مخه کړې ده.
۵۰کلنه ورشمینه د خپل ماشومتوب یادونه کوي او وايي چې پخوا د دوی د تفریح وسایل ډېر ساده وو او د خټو، ټوکر او ابتدایي توکو له لارې یې لوبې جوړولې: «موږ د ماشومتوب په وخت کې درې نجونو له خټو څخه ګوډۍ جوړولې، کوچني خټین کورونه مو جوړول، ورته مو حویلۍ جوړولې، تنورونه مو جوړول او د دیګ لپاره مو ځانګړي لوښي جوړول. له همدې خټو څخه مو کوچنی دیګ هم جوړاوه. همدارنګه مو ګوډۍ جوړوله؛ د هغې مخ مو له سپینې ټوټې جوړاوه، سترګې مو په تور تار، خوله په سره تار او پوزه په سپین تار ګنډله. ویښتان مو د ټوکر له ټوټو څخه جوړول او ورته مو جامې هم ګنډلې. زموږ ټول وخت به په همدې لوبو تېرېده.»
دېرش کلن باسط هم وايي چې د دوی د ماشومتوب مهمې لوبې فوټبال او توپډنډه وې چې له ملګرو سره به یې د ښوونځي له رخصتۍ وروسته کولې. «د ماشومتوب په دوران کې مې د ډېرو لوبو شوق او علاقه لرله، خو زیاتره به مو فوټبال کاوه. په اوونۍ کې به مو یو یا دوه ورځې توپډنډه لوبه کوله، او زموږ ترمنځ د ملګرتیا له امله به مو تل غوښتل چې یو ځای لوبې وکړو.»
بلخوا اوسنی نسل د ټکنالوژۍ له اغېز سره مخ دی. شپږ کلنه ایت وايي چې د یوټیوب له لارې کارتونونه کتل خوښوي، خو له خپلو ملګرو سره په بهر کې لوبې هم غواړي: «په یوټیوب دیانا ګورم او خوښیږي مې او غواړم خویندو سره مې هم بهر لوبې وکړم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۹کلن اسماعیل بیا وايي چې ډېره تفریح یې د موبایل له لارې وي: «ساعتیرۍ مې موبایل دی، یوټیوب کې کارټوب وینم… او ګېمونه هم کوم. د موټر ګېم او فريفایټ…»
ټولنپوه شعیب احمدي بیا وایي چې د ټولنو پرمختګ او د ټکنالوژۍ پراخېدل د ماشومانو پر ژوند ژور اغېز کړی او دودیزې فزیکي لوبې یې تر ډېره کمې کړې دي.
هغه وویل: «په تېر وخت کې، ځکه چې ټولنیزې شبکې عامې نه وې او ټکنالوژي هم دومره پرمختللې نه وه، نو د ماشومانو او خلکو ډېری لوبې او فعالیتونه فزیکي او ساده بڼه لرله. خو په اوسني وخت کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ او د ټولنیزو شبکو د پراخېدو له امله د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو پر ژوند څرګند اغېز شوی دی او د هغوی د تفریح بڼه یې بدله کړې ده.»
سره له دې بدلونونو، د پخوانیو ساده او دودیزو لوبو یادونه لا هم د ډېرو خلکو په ذهنونو کې ژوندۍ ده او د ټولنیز ژوند د یوې مهمې کلتوري برخې په توګه ارزښت لري.


