Asset 1SWN

د وزلوبې ملي لوبډلې د وزلوبو سیالیو کې درېیم ځای خپل کړ

بزکشي

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې د وزلوبو نړيوالو سياليو کې درېيم مقام خپل کړ.

د دې سياليو د درېيم مقام په لوبه کې چې د «کوک‌پر» برخه کې ترسره شوه، افغان لوبغاړو وکولی شول، شپږ پر صفر د روسیې لوبډلې ته ماتې ورکړي او د ګډون‌کوونکو ۹ هېوادونو ترمنځ درېيم ځای خپل کړي.

دا لوبه نن شنبه د قزاقستان په کوربتوب د ترکستان ښار کې ترسره شوه.

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې تر دې مخکې هم په ګروپي پړاو سیالیو کې ښې لوبې کړې وې او مجارستان، مغولستان او روسیې ته یې ماتې ورکړې وې.

د «کوک‌پر» په سبک د بزکشۍ نړيوالې سيالۍ د افغانستان، روسیې، مجارستان، مغولستان، ترکيې، ازبکستان، قزاقستان، چين او تاجکستان د لوبډلو په ګډون ترسره شوې.

دغه سیالۍ د روانې میلادي میاشتې پر ۱۵مه پیل او تر ۲۱ یې دوام وکړ.

وزلوبه د افغانستان تاریخي لوبه شمېرل کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام