بلخ کې ښځو پر «کاج ښوونیز مرکز» د برید له امله لاریون کړی
بلخ کې نن لسګونه مېرمنو او ښځینه زدهکړیالانو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون وکړ.
اعتراض کوونکو مېرمنو د لاریون پرمهال د «هزاره وژنه بس کړئ»، «تعلیم زموږ حق دی»، «امنیت زموږ حق دی» او «ازادي زموږ حق دی» شعارونه ورکول او د عدالت د ټينګښت غوښتنه یې کوله. .