د ایران بندرونو محاصره؛ امریکا: ډېری نفت‌وړونکې بېړۍ درول شوي

د امریکا مرکزي قومندانۍ «سنټکام» ویلي، د ایران سمندري محاصرې په چوکاټ کې یې ۳۱ بېړیو ته لارښوونه کړې چې خپلې لارې ته بدلون ورکړي او بیاځلې بندر ته ستنې شي.

دغه بنسټ زیاته کړې، ډېری بېړۍ چې خپلې لارې ته یې تغییر ورکړی یا درول شوي، نفت‌وړونکې وې.

ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو تر بشپړېدو ایران سره اوربند غځولی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان ویلي چې ایران سره د دوه اوونیو اوربند به تر هغې وغځوي، څو تهران خپل وړاندیز وړاندې کړي او روانې خبرې پایلې ته ورسېږي.

ټرمپ ویلي، دا پرېکړه د سیمې د حالاتو او د پاکستان د مشرانو په غوښتنه شوې، څو د ایران استازي د یو ګډ وړاندیز پر سر هوکړې ته ورسېږي.

د امریکا او ایران خبرې؛ جي‌ډي ونس نن پاکستان ته ځي

تمه کېږي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس نن سه‌شنبه د ثور لومړۍ / اپرېل ۲۱ اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د «اکسیوس» خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه سفر ایران سره د ډیپلوماټیکو خبرو پر مخ وړلو او د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د پایته رسولو او د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د ممکنه حل لارو د څېړلو په موخه ترسره کېږي.

مصنوعي ځیرکتیا؛ د افغانو ښځو لپاره نوې لاره که نوې اندېښنه؟

په دې وضعیت کې د ښځو اندېښنې د محرمیت په اړه له نړیوالو شواهدو سره هم سمون لري. د سټنفورډ د ۲۰۲۵کال راپور له مخې، په ۲۰۲۴کال کې د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت اړوند پېښې ۵۶.۴سلنه زیاتې شوي او ۲۳۳ مستندې پېښې یې جوړې کړي چې په‌کې د شخصي معلوماتو سرغړونې او د الګوریتمونو تېروتنې شاملې دي، کوم چې حساس معلومات له خطر سره مخ کوي.

کرزي هرات کې پر ملکیانو برید غندلی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات په انجیل ولسوالي کې پر ملکي وګړو برید غندلی او هغه یې «غمجن» بللی دی.

کرزي تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې پېښې له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

ایران امریکا ته د اوربند لپاره ١٠ ماده ییزه طرحه وړاندې کړې

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ایران سره یې د دوو اونیو لپاره اوربند اعلان کړی، تهران امریکا ته د دغه اوربند لپاره ١٠ ماده ییزه طرحه وړاندې کړې.

ایراني رسنیو نن چهارشنبه راپور ورکړی چې امریکا سره د اوربند لپاره طرحه کې لاندې مادې شاملې دي.

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۱۰ کسانو ژوند بایللی

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

الجزیرې خبري شبکې نن سه‌شنبه حمل ۱۸ / اپرېل ۷ راپور ورکړی چې اسراییل تېره ورځ د غزې په مرکز کې د المغازي کډوالو کمپ ته څېرمه سیمه په نښه کړې.

حمدالله فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان شهیدان شوي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې تېرو ۴۱ ورځو کې د فبروري له ۲۲مې راهیسې پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان شهیدان او ۶۲۶ ټپیان شوي.
د هغه په وینا، د پاکستان بریدونو له امله ۱۱۴۰ کورونه، ۱۳ ښوونځي، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۳۴ جوماتونه، ۲۵۶ دوکانونه او ۴۲ موټر ویجاړ شوي دي.

یوناما: هره میاشت ۵۰ کسان ماین چاودنو کې ژوند بایلي

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما ویلي، افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او له جګړې د پاتې نورو چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله ژوند له لاسه ورکوي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
دې بنسټ ویلي، افغانستان کې نږدې ۹۰ سلنه د چاودنې پېښې له جګړې د پاتې نا‌چاوده مهماتو له امله رامنځته کېږي.

پر پاکستاني پولیسو موټربم برید کې ۱۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز کې ځانمرګي موټر بم برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن جمعه د حمل ۱۴ / اپرېل ۳ راپور ورکړی چې وژل شوي ملکي وګړي دي او ټپیانو کې یو پولیس هم شامل دی.

ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته لیږدول شوي چې د ځینو هغوی وضعیت نازک ښودل شوی.

د پاکستان بریدونه؛ دوو ورځو کې ۲۷ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې تېرو دوو ورځو راهیسې پاکستاني پوځ په پرلپسې توګه پر کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو د هاوان، توغندیو او ډرون بریدونه کړي.

هغه تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغو بریدونو په پایله کې ۲۵ هېوادوال چې اکثریت یې ماشومان دي ټپیان او ۲ شهیدان شوي.