د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز کې ځانمرګي موټر بم برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو نن جمعه د حمل ۱۴ / اپرېل ۳ راپور ورکړی چې وژل شوي ملکي وګړي دي او ټپیانو کې یو پولیس هم شامل دی.
ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته لیږدول شوي چې د ځینو هغوی وضعیت نازک ښودل شوی.
راپور کې ویل شوي چې چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې له چاودیدونکو توکو ډک موټر د پولیسو مرکز څنګ ته ټکر وکړ.
چاودنې د پولیسو د مرکز د ساتونکي پوسته په بشپړه توګه ویجاړه کړه، پهداسې حال کې چې د ودانۍ یوه لویه برخه په کنډوالو بدله شوه.
د ځايي اوسېدونکو په وینا، د چاودنې غږ تر ډېرو لرو سیمو اورېدل شوی او نږدې استوګنیزو سیمو ته یې سخت زیان رسولی چې ډیری کورونه نړېدلي دي.