د امېندوارۍ موده د هرې مور او ماشوم لپاره حساس پړاو بلل کېږي چې په کې مور، د خپلې او د ماشوم روغتیا لپاره پاملرنې او منظمو طبي معایناتو ته اړتیا لري.
د روغتیاپالانو په اند، که یوه مور دغه موده کې ځینو سپارښتنو ته پام ونهکړي، د زېږون پرمهال یې ستونزې زیاتیږي او اړ کېږي چې د عملیات له لارې زېږون وکړي.
دوی وویل، د اومېندوارۍ پرمهال روغتیايي سپارښتنو ته پام، سمه تغذیه او پر وخت طبي معایناتو ته مراجعه هغه عوامل دي چې کولی شي په عملیات د زېږون مخه ونیسي.
کابل کې د جمهوریت روغتون سرطبیبه ډاکټر راحله سالار په دې اړه وايي:
«د مور ډېر عمر یا هم ډېر کمعمر یانې له ۱۸ کلنۍ څخه کمعمر کې حمل واخلي، د نارمل ولادت ستونزې ورته پېدا کیږي. که چېرې مور چې ۳۵ یا ۳۸ کاله عمر ولري، حمل واخلي، هغه وخت هم د نارمل ولادت چانس کمیږي. بل د مور ځینې نورې ناروغۍ دي چې په مور کې موجوده وي، لکه د مور کمزوري، د ماشوم ناسم حالات، یا پلاسنتا کې ستونزه وي، یا هم یوه مور مخکې عملیات کړی وي، نو امکان لري چې بل ځل هم عملیات ته ضرورت پیدا کړي.»
همدارنګه د نسایي ولادي ډاکټرانو د ټولنې مشره نجمالسما شفاجو هم په عملیات د زېږون په اړه وایي:
«عملیات هغه وخت ترسره کیږي چې کله مور یا ماشوم ته خطر وي، مثال مور لوړ فشار، د شکر ناروغۍ یا هم په رحم کې دانه او د دوه ځله نه ډېر عملیات یې ترسره کړی وي. د ماشوم اوبه کمه وي، ماشوم وزن زیات وي او کله چې ماشوم ته کافي اندازه اکسیجن ونه رسیږي، یا ماشومان غبرګونکي وي، نو په دغه صورت کې د عملیات عملیه ترسره کیږي.»
د روغتیاپالانو په خبره، اومېندواره ښځو کې د وینې کمښت، لوړ فشار، د شکرې ناروغي، د جنین ناسم وضعیت او د سپارښتنو نهعملي کول د عملیاتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.
دې سره، فرزانه هغه مېرمن ده چې د ډاکټرانو د ناسم تشخیص له امله د څلورم ځل لپاره عملیات شوې او نور نهشي کولی اومېندواره شي.
«لومړی ماشوم مې په عملیات وزېږېد، دویم او درېیم مې طبیعي وزېږېدل. د څلورم ماشوم د زېږون پر مهال د کلکان کلینیک ته ولاړم، هلته یې د طبیعي ولادت لپاره ګولۍ راکړې، خو درملو ناوړه اغېز وکړ، رحم مې وشکېد، ماشوم مې له منځه ولاړ او زه کوما ته ولاړم. وروسته یې د درملنې لپاره ملالۍ روغتون ته ولېږدولم، هلته مې رحم وایستل شو، ماشوم مې هم له لاسه ورکړ او له ډېرو ستونزو سره مخ شوم. اوس بیا مور کېدای نه شم.»
مرضیه بیا هغه مور ده چې روغتیايي سپارښتنو ته د نهپام په دلیل یې د دریېم ځل لپاره هم زېږون په عملیات شوی.
هغې سلاموطندار ته وویل: «اول ځل مې د ماشوم اوبه وچې شوې وې، ډاکترانو ویل که عملیات نشې، ماشوم دې مړ کیږي. دوم ځل ډاکترانو ویل چې درې کاله وقفه وکړه، نو ما کال نه و پوره ماشوم مې راوړ، ځکه عملیات شوم او چې درېیم ځل عملیات شوم، ویلي چې ته عملیاتي یې.»
دې سره، کابل کې د یو شمېر روغتونونو مسوولان وايي، دې وروستیو کې د عملیاتي زېږون شمېر یو څه زیات شوی.
د ملالۍ روغتون د روغتیايي مالوماتو سیستم مسووله ډاکټر راضیه کریم عزیزي او د دشتبرچي روغتون د روغتیایي مالوماتو مسوول ښادي خان کریمي وویل:
«دغه روغتون کې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳ زره او ۵۹۵ نارمل اولادتونه شوي چې ۴ زره او ۴۹۶ عملیاتي ولادونه دي. خو په وروستیو شپږو میاشتو کې ۱۳ زره او ۳۲۳ نارمل اولادونه شوي چې ۴ زره او ۶۷۴ یې د عملیات دي.»
«د دشتبرچي سل بستریز روغتون کې په ۲۰۲۵ کال کې ۳۲۱۹ نورمال ولادتونه او ۱۶۵ عملیاتي ولادتونه شوي، د ۲۰۲۶ کال یوازې په دریو میاشتو کې ۴ زره او ۴۶۶ نورمال او ۲۶۹ عملیاتي ولادتونه شوي.»
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، تېر ۲۰۲۵ کال کې ټول هېواد کې ۹۷٬۰۰۷ د سزارین عملیاتونه شوي.
د روغتیاپالانو په وینا، دې وروستیو کلونو کې یو شمېر مېرمنې لېوالتیا لري چې د عملیات له لارې زېږون وکړي چې داسې عملیات کولی شي، د وینې بهېدنې، عمومي کمزورۍ، د زخم د مکروبي کېدو او د راتلونکو اومېندوارو پرمهال د ستونزو لامل شي.


