
پر افغانستان د پاکستان بریدونه؛ اسلامي امارت د غچاخیستلو ګواښ کړی
د اسلامي امارت ځواکونو او د پاکستان پوځ ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ډزو تبادله لاهم روانه ده. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د شنبې په شپه د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کندهار پر دوو سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي.






