پکتیکا کې د دوو کلونو پرمهال ۵۵ تاريخي سيمې ثبت شوي
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان ایي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال يې دغه ولايت کې ۵۵ تاریخي سیمې پېژندلي او ثبت کړې دي
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان ایي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال يې دغه ولايت کې ۵۵ تاریخي سیمې پېژندلي او ثبت کړې دي
له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې افغان نجونې او مېرمنې له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي او له زدهکړو او کار څخه راګرځول شوي دي.
یوشمېر هغه ښځې او نجونې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او کورناستي ته اړ شوي، سلاموطندار ته وايي، روان لوی اختر یې په خوښۍ نه دی نمانځلی.
په میدان وردګ کې د مڼې ګل یوویشتمه دودیزه مشاعره سږ کال د دغه ولایت د چک ولسوالي اړوند د «چک برښنا بند» سیمه کې جوړه شوه چې ګڼشمېر نوموتو شاعرانو او مینهوالو پهکې ګډون کړی و. دا مشاعره پرون ماسپښین درې بجې پیل او د بېګاه شپې تر ناوخته یې دوام وکړ.
د خوست یوشمېر فرهنګپالان او اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې په دغه ولایت کې د موزیم شاوخوا ۵۰۰ تاریخي او فرهنګي اثار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه کوټه کې ساتل کېږي چې د خلکو د لاسوهنې له امله د خرابېدو یا ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو درېوو اوونیو پر مهال د کتابونو له کوچنیو او سترو نندارتونونو وروسته نن کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت او د بېهقي خپروندی ریاست له لوري د کتاب اوونۍ په مناسبت د کتابونو لوی نندارتون پرانېستل شو.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي سلاموطندار ته وویل چې د مرکز فیضاباد په ګډون یې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې هم د سړک پر سر زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ته ایښي دي. هغه وايي، هڅه کوي چې د بدخشان په نورو ولسوالیو کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي دي.
کندهار کې د انارګل کلنۍ دودیزه مشاعره چې هر کال د انار ګل غوړېدو سره جوړېږي، دا ځل په ځنډ دغه ولایت کې جوړه شوه.
پښتو ژبه چې مخینه یې زرګونو کلونو ته رسېږي، اوس د نړۍ د ۵۰ لومړنیو ژبو په نوملړ کې ځای لري او نږدې ۸۰ میلیونه وګړي پرې خبرې کوي. که څه هم مخکې به دا ورځ د حکومت او ځینو نورو علمي او کلتوري ټولنو له لوري په شاندارو مراسمو نمانځل کېده، خو سږ کال د ټولو هېره شوې وه او په اړه یې هېڅ ډول غونډه، سیمینار یا هم خبري غونډه نه وو جوړ شوي.
کله چې د کابل په نوي ښار کې د انتیکفروشي کوڅې ته ورشئ، سترګې به مو د ګوتمیو او لاسبندونو په څېر پر هغو توکو ولګېږي چې زمرودو، فېروزې او یاقوتو له قیمتي ډبرو جوړ شوي او د پلورنځیو پر الماریو کې اېښودل شوي دي. برنجي سماوارونو، قالینچو او د سینګار نورو توکو بیا دې کوڅې ته نوره ښکلا هم وربښلې ده.
هرات کې د «مهربانه یار» په نوم د کتاب نندارتون جوړونکي وايي، دغه نندارتون کې د بېلابېلو برخو سلګونه ټوکه کتابونه نندارې ته کېښودل شوي او څلور ورځې به دوام وکړي.
د یاد نندارتون یوه مسوول عبدالله مومني سلاموطندار ته وویل، دغه نندارتون کې دیني، د کیسو، ارواح پوهنې، تاریخ او د ادبیاتو برخې کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف تازه اعلان کړی چې د افغانستان په ګډون، سوېلی اسیا کې ۲۹۰ میلیونه کمعمره ودونه شوي او په دې سره یې په نړۍ کې د کمعمره ودونو تر ټولو لوړې شمېرې په خپل نوم ثبت کړې دي. یونیسف ناچاري او د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د کمعمره ودونو د لوړو شمېرو تر ټولو ستر لاملونه ښودلي دي.
که څه هم هر کال د اختر په را رسېدو سره په ښار کې ګڼهګوڼه زیاتېږي او د وچو او تازه مېوو، جامو او نورو توکو بازار تودېږي، خو سږ کال د افغانانو ناچارۍ د کابل ښار بازار پیکه کړی دی. د کابل اوسېدونکی ابراهیم وايي: «سږ کال په یو پاکټ چاکلېټو مې د مېلمنو هرکلی کوم. مخکې کلونو کې به یوه یا دوه اوونۍ مخکې تلم او له خپلې وسې سره سم به مې وچه مېوه پېرله، خو سږ کال د وچې مېوې د پېرلو وسه نه لرم.»
په دې ورځو کې ګڼشمېر کابل ښاریان د ښار بازارونو ته راوځي او د کوچني اختر نمانځلو لپاره جامې او خوراکي توکي پېري، خو یوشمېر نور ښاریان وايي چې د وزګارتیا او بېوزلۍ له کبله د نویو جامو وسه نه لري او د وچې مېوې او خوږو په ګډون، نور خوراکي توکي نهشي پېرلی.
کابل کې یوشمېر ځوانانو د خلکو ترمنځ د مطالعې فرهنګ دودولو او په موځه د کتابونو پنځه ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.
د دغه نندارتون جوړونکي وايي، هڅه کوي چې د نجونو، مېرمنو او ځوانانو ناهیلي شوي ذهنونه په مطالعې سره بوخت کړي.
د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د «سراج تاريخي کلا، د مهترلام بابا زيارت او شاهي منار» د دغه ولايت نوموتي تاريخي ځايونه بلل کېږي.
خو د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولان وايي چې په ټولیزه توګه په دغه ولايت کې شاوخوا ۵۰ تاريخي ځایونه شته چې یوشمېر یې بیارغونې ته اړتیا لري. بلهخوا په لغمان کې يوشمېر فرهنګيان د ځينو رغول شويو تاريخي ځايونو ساتنې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي پکتیا ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته ویلي چې ټول هیواد کې ۵۰۰۰ تاریخي ابدې ثبت دي چې له ډلې یې شاوخوا ۲۰۰ بیارغونې ته اړتیا لري.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون