له سلام‌وطندار سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې «۳۰» نجونو د مرکو پرمهال ویلي چې د خپلو کورنیو له‌خوا ورسره دوه‌ګونی چلن شوی او د دوی په پرتله نارینه‌وو ته ډېر پام کېږي.

د مرکه شویو ۳۰ نجونو له ډلې ۲۲ یې سلام‌وطندار ته ویلي، د کورنیو د غړیو له لوري له بېلابېلو جنسیتي توپیرونو سره مخ دي چې د دوی پر روح او روان یې بده اغېزې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

۲۲کلنه سمیه چې د کابل ښار اوسېدونکې ده، وايي، ټولنه کې د واکمنو ناسمو دودونو له امله یې د کورنۍ د غړیو له‌خوا ورسره ډېر ځله دوه‌ګونی چلند شوی دی.

نوموړې زیاته کړه، څومره پام یې چې د کورنۍ نارینه‌وو ته کېږي، دا ترې محرومه ده او په وینا یې، دې چارې ورته ګڼې روحي او رواني ستونزې پیدا کړي دي.

هغه وویل: «زه هم جنسیتي تبعیض سره مخ شوې یم. د وظیفه حق نه‌را کول کېږي، باید حق ونه ویل شي، ځکه ته نجلۍ یې او هر ځای کې خبر مه‌کوه او زما ورور بې‌سواد دی او زه د خپل ورور له‌خوا جنسیتي تبعیض سره مخ شوې یم او دغه تبعیضونه زموږ پر روح-روان منفي اغېزې کړې او د کورنۍ تبعیض زښت سخت دی. انسان نامیدېږي او زړه یی ماتېږی او له دې ډاریږي که درس ووایو دوی او له ښځو به مخکې شي او کاروبار به وکړي او له موږ به یې سویه کې لوړه شی…»

مروه هم چې د خپلې کورنۍ د غړیو له‌خوا ورسره دوه‌ګونی چلن کېږي او د دې چلن له کبله یې د ژوند ډېر پرمختګونه له لاسه ورکړي، وايي، اسلام کې نجونې ځانته حقونه لري، خو ټولنه کې د ناسمو دودونو  او د کورنیو زده‌کړو ټیټې کچهې له امله نجونې له خپلو حقونو محرومې شوې دي.

د کابل اوسېدونکې مروې د مرکې پر مهال سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ کورنیو کې جنسیتي تبعیض شتون لري کورنۍ دا فکر کوي، همدا هلک زموږ اینده ده او موږ ساتي. زموږ وروڼه درس تحصیل کار کولو او تر ناوخت د باندې وتلو اجازه لري، موږ یې نه‌لرو او کورس ویلو حق لري او موږ څخه د درس، کار حق اخیستل شوی او هلکان کولای شي خپل هرې هیلې ته ورسېږي، موږ ته یوه رشته اجازه نه‌را کوي چې په خپله خوښه درس او پوهنځی انتخاب کړو.»

خالده او مینا چې د میدان‌وردګ اوسېدونکي دي او اوس کابل ښار کې اوسېږي، سلام‌وطندار ته وايي، د کورنۍ مشرانو «دوی ته» د کور د نورو نارینه‌وو په څېر پام نه‌ده کړی او په وینا یې، اوس  ورته ذهني ستونزې او رواني ناروغي پیدا شوي دي.

دوی زیاتوي، «د کورنۍ له لوري موږ ته نه پام لامل شوی چې له خپلې کورنۍ ځان پردی وبولوو»

خالدې وویل: «زه چې کوم تبعیض سره مخ شوې یم او په هره کورنۍ کې ده او مخ شوي ورسره نجونې هغه مینه او احترام دی او نجونو ته نه ورکول کېږي او نظر نجونو په هلکانو زیات پیمانه مصرف او لګښت کوي، ځکه دوی وايي، دغه زموږ سرمایه ده او کوم کور کې نجلۍ تولد شي، زیاتره خفه وي، که هلک پیدا شي، بیا ټول خوشحاله وي، ختمونه نیسي، جشنونه او زموږ ټولنه کې نجونې زښت زیات ماتې دي.»

مینا بیا وايي چې حتا په خپله خوښه د واده حق ترې هم اخیستل شوی او اجازه نه ورکول کېږي چې پر یوه موضوع خبرې وکړي، یا ترې نظر وپوښتل شي. «زموږ ټولنه او کورني کې تبعیض شتون لري او خصوصا د کور کارونه ټول پر موږ وو او اصلا کار نه‌کوي او دوی ته شرم او ننګ ښکاري او برخه نه اخیستل کېږي او هر وخت باید کار وکړو او هم تحصیلي هم مالي او  عاطفي لحاظ تبعیض سره مخ شوې یوو او عاطفي الحاظ دوی ته زیاته توجو کېږی او حتا موږ د خپل ژوند د واده کولو حق ندی راکړل شوی او په یوه موضوع کې د خبرې حق نه دی راکړل شوی.»

افغاني ټولنه کې ناوړه دودونه، ناسم تعبیرونه، کورنیو کې د اولادونو ترمنځ توپیرونه، بې‌سوادي او اقتصادي ستونزې هغه عوامل بلل کېږي چې ډير کله یې زیان یوازې ښځو ته رسېږي.

په ورته مهال سلام‌‌وطندار سره د مرکه شویو ۳۰ نجونو له ډلې ستاره احمدي وايي، کور کې یو ورور  او اووه خویندې لري چې هره برخه کې به یې د مور او پلار له لوري ورور ته ډېر پام کېده.

دا زیاتوي چې د دوی د زده‌کړو حق هم ورڅخه اخیستل شوی او په ډېرو نورو برخو کې به یې یوازې ورور ته واک ورکول کېده.

نوموړې وویل: «کومه کورنۍ کې چې موږ ژوند کوو تبعیض شتون لري. زه خپل کورنۍ لخوا تبعیض سره مخ یم، موږ اووه خویندې یوو او یو ورور مو دی او موږ ته په هره برخه کې تحصیل، مالي او عاطفي برخه کې تبعیض سره مخ وو او هلک ته زیاته توجو کوله او زیاتره زموږ سره خپلې مور دغه تبعیض کړی او ویل به یې ورور ته مو قدر او عزت کړی او احترام وکړی…»

شبنم هم خپله کورنۍ کې له ورته توپیرونو سرټکوي او وايي چې دې او خویندو ته به یې له دې امله پام نه‌کېده چې په وینا یې، «نجونې د پردي کور ګڼل کېږي او هلکان بیا د کورنۍ شتمني ده.»

 «زیاتره کورنیو کې نجونو ته حق نه‌ورکړل کېږي او مجلس که اجازه نه‌ورکوي خبرې وکړي او دغه تبعیض سره مخ شوې یم او روح روانی لحاظ منفی اغېزې کړې…زیاتره کورنۍ داسې وايي هلکان عزت او ننګ دي او هر څه مو په دوی ټولېږي او نجلۍ د بل کور ده او ورته وايي چې په زوی پلار نوم یادېږي او موږ دې خپلې خوښې رشتې نه‌شو  ټاکلی. د تحصیل حق هم نه‌لرو…»

په دې مرکه کې د فرشتې په نوم یوې نجلۍ سلام‌وطندار ته وویل: «ټوله کې د نجونو څخه تحصیل او وظیفه حق اخیستل شوی او تحصیلي لحاظ تبعیض سره مخ شوي یوو چې اوسني شرایط هم د دې لامل شوې چې موږ د تحصیل درس حق اخیستل شوی او موږ نشو کولای درس ووایو.»

د دې ترڅنګ ځینې کورنۍ ‌ بیا وايي، ټولنه کې له پخوا څخه واکمن دودنه لامل شوي چې د کور کارونه د نجونو مسوولیت دی او نجونې د کور لپاره دي.

احمدخان چې دوه وروڼه او درې خویندې لري، وايي، نجونې د کور لپاره دي، د کور کارونه یې مسوولیت دی او له کور د باندې کارونه یوازې باید نارینه وکړي.

هغه وویل: «د کور کارونه اکثر وخت زموږ خویندې کوي او ورونه مو درس وايي، مکتب ته ځي دوی منځ کې باید فرق وشي کور کې مور سره کار وکړي او دوی زموږ سره د لنډ وخت لپاره وي او دوی بل کور ته ځي او کور کار یې زدوي. موږ که په خپل ورونه مصرف هم کړو ځای نیسي، دوی موږ سره تر اخره دي او نجونې د بل کور دي او ورونه راته ګران دي، ځکه په هره سخت کې موږ سره ولاړ وي او سختو کې مرسته کوي.»

له دې سره د ښځو د حقونو یوشمېر فعالان بیا وايي، افغاني ټولنه کې شته دودونه، وروسته‌پاتیوالی او قبیلوي ژوند د دې لامل شوی چې تل د نجونو حقونه تر پوښ لاندې شي.

د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي وايي، جنسیتي توپیر په ټوله کې پر ټولنه منفي اغېز کوي او د ټولنې د پرمختګ مخه نیسي. «نن ورځ موږ شاهد وو چې د هلکانو د مکتب او پوهنتون فراغت غونډه وه او نجونې ترې محرومې وې، همدا د دې باعث شو چې دوی روحي رواني لحاظ بدې اغیزې وکړي او ۵۰سلنه زموږ ټولنه ښځې تشکیلوي، خو که دا قشر فلج کړو، نو زموږ ټولنه لمنځه ځي او تبعیض د کورنیو څخه پیلېږي کله یوه کورنۍ کې نجونو او هلکانو منځ کې توپیر وجود ونه‌لري، دغه ستونزې ختمیږی او باید کورنیو کې دغه ستونزه ختمه شي.»

د کورنیو له‌خوا د اولادونو ترمنځ د دوه‌ګوني چلن موضوع او د دغه ډول چلن پايلو په اړه ارواه‌پوه هبت‌الله ابراهیم‌‌خېل سلام‌‌وطندار ته وویل چې د نجونو او هلکانو ترمنځ جنسیتي توپیرونه بېلابېل ډولونه لري چې له امله یې نجونې په ګڼو رواني او روحي ناروغیو اخته شوې دي.

هغه وویل: «په بدبختۍ سره زموږ ټولنه کې د نجونو او هلکانو ترمنځ زښت زیات جنسیتي تبعیض شتون لري او مختلف ډول دي او هلکانو ته زیات ارزښت ورکوي. زیاتره نجونې او مریضانې چې موږ ته مراجعه کوي هغوی زیاتره په یو چا پورې تړلې وي، ځکه دوی کور کې مینه-عاطفه نه‌ده ترلاسه کړې، دوی مشکل همدا دی چې جنسیتي تبعیض سره مخ دي. زما مشوره کورنیو ته دا ده چې دواړو ته په یوه سترګه وګوري او نیازونه پوره شي، احترام یې وشي او مینه ورسره وشي، که جنسیتي تبعیض له‌منځه لاړ نه‌شي. ټولنه مو له بدبختۍ سره مخ کېږي.»

بل‌خوا دیني عالمان بیا وايي چې اسلام کې د هلک او نجلۍ ترمنځ له اخلاقي او انساني ارزښتونو له اړخه توپیر نشته او په وینا یې، د اولادونو ترمنځ توپیر ناوړه عمل دی.

دیني عالم قطب الدین مجتهد سلام‌وطندار ته وویل چې اسلام، د عدالت او مینې دین دی او اولادونه د «خدای» ستر نعمت دی چې کورنۍ مکلفې دي د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې او د نجلۍ او هلک ترمنځ له توپیر یې راګرځولې دي.

هغه وویل: «اسلام دین د عدالت محبت انسانیت دین دی او اسلام کې اولاد لوی نعمت دی چې الله تعالی انسانانو ته ورکوي او د نجونو او هلکانو منځ که فرق نشته، اما دا چې د ظاهر او جسمي لحاظه توپیرونه شته، خو د اخلاقي او د انساني ارزښتونو له مخې توپیر نشته. جنستي تبعیض لامل دا دی چې خلک فکر کوي هلکان په درد خوري دوی همیشه دوی څخه ساتنه کوي او قوي دي. همدې خاطر زیات ارزښت ورکوي د اسلام له نظره نادرست او بد عمل دی باید تول هغه حقوق ورکړل شي چې الله ورکړي او کورنۍ په یو ډول دواړو ته مینه ورکړي»

د سرپرست حکومت د امربالمعروف او نهې عن‌‌المنکر وزارت مسوولان وايي، هڅه یې کړې د هېواد په کچه د کورنیو د غړیو «نارینه، ښځنیه» ترمنځ دوه‌ګوني او بل هر ډول ناروا چلن مخه ونیسي.
د یاد وزارت د رسنیو برخې امر مجیب‌الرحمن صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، ډير شمېر هغه میرمنې چې پخوا به ورته د میراث حق نه ورکول کېده، د دوی په مرسته یې اوس خپل حقوق ترلاسه کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي وویل: «تبعیض اسلام کې ناروا عمل دی او امربالمعروف وزارت په ۳۴ ولایتونو کې په خپلو محتصیبونو باندې غږ کړی چې تبعیض پر وړاندې مبارزه وکړي. همدارنګه په اسلام کې هم دا عمل نامشروع دی، کومه کورنۍ کې نجلۍ پیدا کېږي او خفګان په وکړي دا عمل اسلام غندلی او نامشروع عمل دی. په مکرره توګه رهبري لخوا په ولایتونو کې مرکز کې سیمینارونه نیول شوي او خلکو ته پوهاوي ورکړل شوي او څوک نه پرېږدي تبعیض وکړي. امارت اسلامي نظر دا دی چې وزارت تل دا هڅه کړې ویلي یې دي، تبعیض مخنیوی وکړي او مبارزه یی کړې ده.»
د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د نجونو کم عمره وادونه، په بدو کې ورکول، وهل-ټکول او له ټولنیزو حقونو څخه بې‌برخې کول له هغو ستونزو څخه دي چې افغان ښځې ورسره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام