Asset 1SWN

لوګر کې د «یرغمید دره» کتاب مخ‌کتنه وشوه

IMG-20230720-WA0017

 د لوګر په مرکز پل‌علم کې د «محمدعلیم بسمل» د تازه چاپ شوي «یرغمید دره» په نوم کتاب مخ کتنه وشوه.

په دې اړه د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت لسګونه شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو د یاد کتاب په اړه لیکلي مقالې ولوستلې او د مولانا محمدعلیم بسمل قلمي مبارزه یې وستایله او زیاته یې کړه چې نوموړي د هېواد په کچه ادبي، فرهنګي او تاریخي کتابونه، مقالي او لیکنې کړي دي.

غونډې ته د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف‌الله خیرخوا وویل چې محمدعلیم بسمل د هېواد په کچه یو نامتو شاعر او لیکوال دی. خیرخوا په ځوانانو غږ وکړ چې کتاب او مطالعه ته مخه کړي او د مطالعې له لارې خپلو خلکو او هېواد ته کار وکړي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم هم غونډې ته وویل چې د محمدعلیم بمسل کتاب چاپ د یاد ولایت د فرهنګیانو لپاره لویه لاسته راوړنه ده او په وینا یې، شاعرانو او لیکولانو ته پکار ده چې خپله قلمي مبارزې ته دوام ورکړي.

د تازه چاپ شوي کتاب لېکوال مولانا محمد علیم بسمل وویل، دا یې ۱۶م جلد کتاب دی چې تر لیکلو او چاپ وروسته یې مخ‌کتنه کېږي.

بسمل وایي، د شعر، شاعرۍ او پښتو ادبیاتو برخه کې ۵ ناچاپه اثار هم لري چې د اقتصادي ستونزو له امله له چاپ څخه پاتې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

لوګر کې تر دې وړاندې هم د لسګونه شاعرانو کتابونه چاپ او مخ‌کتنه شوې، خو د دغه ولایت شاعران او فرهنګیان اندېښنه لري چې په دې وروستیو کې د ځوانانو په لیکو کې د مطالعې دود پيکه شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام