Asset 1SWN

د ناشرانو ټولنه: اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د کتاب‌پلورنځيو جوازونه تمديد کړي

انتشارات

د افغانستان د خپرندویو ټولنې مسوولان وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له تېرو دوو کلونو راهیسې د خپرندویو ټولنو او د کتاب‌‌پلورنځيو د فعالیت جوازونه نه‌دی تمدید کړي.

د دغې ټولنې مسوول سیداحمد سعید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه وغوښتل چې د خپرندویو ټولنو او د کتاب‌‌پلورنځيو د فعالیت جواز تمدید کړي.

نوموړي وويل: «د خپروندويو ټولنو او کتاب پلورونکو د جواز نېټه پای ته رسېدلې او څوک جواز نه ورکوي چې کاروبار يې ناقانونه دی. څو چې وزارت جواز ورنه‌کړي،کاروبار يې ناقانونه دی.»

د کابل ښار پُل‌سرخ کې د یوشمېر کتاب‌‌پلورنځيو او د خپروندیو ټولنو مسوولان د کتاب لوستو فرهنګ کمرنګه کېدل او پر کتابونو د مالیې لوړېدل د خپرندویو او کتاب‌‌پلورنځيو پر وړاندې جدي ستونزې بولي.
دوی وویل، سرپرست حکومت باید د کتاب چاپ او پلور برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا ويروس خپرېدو له امله، ولايتونو په ځانګړې توګه کابل کې د کتاب د چاپ او پلور بازار سوړ شو او اوس ډېر کم کسان د کتاب پېرلو لپاره کتاب‌پلورنځیو ته مراجعه کوي.
دغه وضعیت لامل شوی چې یوشمېر خپرندویې ټولنې د خپلو فعالیتونو د بندولو له ګواښ سره مخ شي.
د مقصودي خپرندويې ټولنې مسوول ناصر مقصودي چې تېرو دوو لسیزو راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي، وايي، د کتابونه پلور نشتون له کبله اړ دی چې د روانې میاشتې تر پایه د کتابونو چاپ او پلورل بند کړي.

هغه وويل: «لويې ستونزې مو اقتصادي ستونزې او بازار کې د کتاب پلور کمښت دی چې نشو کولای له دې ډېر دوام وکړو او بله لاره نه لرو، دا چې وې تړو.»

د مور په نوم د خپرنیزې موسسې د نشراتو مدیر مسوول علي کوهستاني چې د کتاب چاپ او پلور  برخه کې فعالیت کوي، وايي، د دې لپاره چې د کتاب‌‌پلورنځيو او د خپرندویو ټولنو د کاروبار د تړل کېدو مخه ونیول شي، اړتیا ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورسره همکاري وکړي.

هغه وويل: «غوښتنه مو دا ده چې خپرندويو ټولنو ته اسانتياوې برابرې شي او بايد د کتابونو پلور کمښت ستونزه ولتول شي. د ماليې مخه ونيول شي، موږ ښاروالي ته د صنفي ماليه، صنفي امر، مالياتي اظهارنامه ورکوو چې درنه ده.»د

دې سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین حیات‌الله مهاجر فراهي وویل، خپرندویو ټولنو او کتاب‌‌پلورنځيو ته د فعالیت جواز ورکولو برخه کې تخنیکي ستونزه حل شوې او ډېر ژر به دغه لړۍ پیل شي.

نوموړي وويل: «ځينې تخنيکي ستونزې حل شوي او ډېر ژر به د جواز وېش بهير پيل شي او د خپرندويو ټولنو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ کړی او د ماليې کمښت باندې هم کار روان دی.»

د افغانستان د خپرندویو ټولنې د شمېرو پر بنسټ، کابل کې ۱۰۰ خپرندوی ټولنې او ۲۵۰ کتاب‌پلورنځي فعالیت لري چې وروستیو کلونو کې یې د ډېريو کاروبار په ټپه درېدلی دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام