Asset 1SWN

سلام وطندار

منځني ختیځ کې جګړه؛ یونېسف: تراوسه ۲۱۰۰ ماشومان وژل شوي

UNI963745.jpg

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف اعلان کړی چې د منځني ختیځ د جګړو له پیل راهیسې تراوسه له ۲۱۰۰ څخه زیات ماشومان وژل شوي او یا ټپیان دي.

یاد سازمان نن سه‌شنبه د مارچ ۲۴مه راپور ورکړی چې په دې موده کې ۲۰۶ ماشومان په ایران، ۱۱۸ ماشومان په لبنان، څلور ماشومان په اسراییل او یو ماشوم په کویت کې وژل شوي دي.

یونېسف زیاته کړې چې د جګړې له پیل راهیسې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۸۷ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي او که تاوتریخوالی دوام ومومي، د تلفاتو شمېر به لاهم زیات شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه سازمان د ایران د وضعیت په اړه ویلي چې نږدې ۳.۲ میلیونه کسان بې‌ځایه شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۸۶۴زره یې ماشومان دي.

د راپور له مخې، په لبنان کې هم له یو میلیون څخه زیات خلک بې‌ځایه شوي چې شاوخوا ۳۷۰ زره ماشومان «د ټولو بې‌ځایه شویو نږدې درېیمه برخه» په سختو شرایطو کې په عامه ځایونو لکه ښوونځیو کې پناه اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام