په سرپل کې یوشمېر ښځې وایي چې د زېږون ترمنځ د مناسب واټن د ارزښت په اړه د پوهاوي نشتوالی او همدارنګه د کورنیو فشارونو، دودونو او باورونو له امله اړ شوې چې پرلهپسې زېږون وکړي.
دوی زیاتوي چې دې وضعیت ورته جدي فزیکي ستونزې رامنځته کړي او په ځینو مواردو کې یې ان د جنین د سقط لامل هم شوی دی.
۳۴کلنه نجیلا محمدي چې د سرپل ښار د مرکز اوسېدونکې ده، وایي، سره له دې چې پرلهپسې توګه زېږون هغې ته د وینې کموالی او شدید ستړیا پیدا کړې، خو د خاوند کورنۍ د دودیزو باورونو له امله لاهم د ولادتونو ترمنځ د واټن لپاره ډاکټر ته نهده ورغلې.
هغې وویل: «زه څلور اولادونه لرم، زما د اومیندوارۍ ترمنځ واټن کم شوی، شاوخوا یوکال یا یونیم کال دی. ډېری اومیندوارۍ مې ناغوښتې وې، خو د خاوند او خسرګنۍ په غوښتنه هم شوې دي، ځکه هغوی ډېر ماشومان خوښوي او وایي چې هر څومره ماشومان ډېر وي ښه ده. رښتیا هم اومیندوارۍ پر ما منفي اغېزې کړی. صبر او حوصله مې کمه شوې او پرلهپسې د ماشومانو ساتنې ته نه رسېږم. له همدې امله پر روان مې هم ډېر بد اغېز کړی، داسې وختونه راغلي چې ځان مې په ډېر بد حالت کې احساس کړی.»
۲۴کلنه زهرا د سرپل ښار د کنگرهباغ کلي اوسېدونکې ده چې د زېږون ترمنځ د واټن په اړه د پوهاوي د نشتوالي او پرلهپسې اومیندوارۍ له امله یې د جنین سقط تجربه کړی دی.
هغې وویل: «اوس مهال درې اولادونه لرم، د اومیندوارۍ ترمنځ مې واټن عموماً یو کال و، یعنې ډېر نږدې نږدې وو. نه، اومیندوارۍ مې ناغوښتې وې، نه پوهېدم. ځکه چې خپله هم کمتغذیه وم، یو ماشوم مې چې څلور میاشتنی و، سقط شو، ځکه ضعیفه وم او وینه مې کمه وه، هغه مې نشو ساتلی. د ماشوم د سقطکېدو له امله مې عصبي ستونزې پیدا کړې دي او هغه درې ماشومان چې لرم هم ډېر ضعیف دي، یو یې لږ عصبي ستونزه هم لري، او زه هم ډېر معلومات نه لرم، لږ څه خبر وم.»
۲۵کلنه ایخانم ۲۵ او مریم چې ۲۹ کلنه ده، وايي، د خاوند د کورنۍ دودونو او پرلهپسې زېږون د دوی د جنین د سقط لامل شوی دی.
ایخانم وايي: «زما خاوند راته وایي چې ته خو بېکاره یې، په کور کې کېنه او د ماشومانو ساتنه وکړه، نور څه نهمني. زما د اومیندوارۍ ترمنځ واټن عموماً یو کال و، یعنې پرلهپسې او نږدې نږدې وو او ناغوښتې امیندوارۍ وې. لومړۍ ستونزه چې راته پیدا شوه، عصبي تکلیف و او بیا چې ډاکټر ته لاړم، ډېر شدید کمتغذیه وم، د وینې کموالی مې هم ډېر و. سمه تغذیه مې نه شوه کولای او یو ماشوم مې چې وزېږېد، له درې یا څلورو ساعتونو وروسته ژوندی پاتې نهشو.»
مریم وايي: «دا کار منفي اغېزې لري، ځکه کله چې مور ماشوم زېږوي، لږترلږه دوه کاله وخت ته اړتیا لري، څو خپل بدن کې د اوسپنې او کلسیم کمښت جبران کړي، په ځانګړي ډول د شېدو ورکولو پرمهال. ما خپله څو ځله هڅه وکړه چې د ولادتونو ترمنځ واټن وساتم، خو ونه توانېدم چې دا واټن تنظیم کړم.»
یوشمېر نورې ښځې چې د زېږون ترمنځ یې مناسب واټن ساتلی، د خپل ښه روغتیایي وضعیت او ژوند څخه خوښې دي.
۲۵کلنه حلیمه او ۳۰ کلنه مرجان د پوهاوي ترلاسه کولو، د درې کلن واټن رعایت او د اومیندوارۍ د مخنیوي له لارو چارو څخه په استفادې توانېدلې چې د ځان او خپلو کورنیو روغتیا وساتي.
حلیمه وايي: «زه دوه اولادونه لرم او په ۱۹کلنۍ کې مې واده کړی. د هر ماشوم ترمنځ درې کاله واټن دی. هو، د مخنیوي لارې مې کارولې، لکه څنګه چې اوس وخت بدل شوی او ټکنالوژي پرمختګ کړی، پېچکارۍ او نور وسایل شته. اوس زما ماشومان کولی شي بشپړ شیدې وخوري او هم یې جسمي او رواني وده ښه ده.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مرجان وايي: «موږ له مخکې د امیندوارۍ او د واټن په اړه معلومات لرل. د اومیندوارۍ پرمهال هم کلینیک ته تللو او هلته موږ ته پوهاوی راکول کېده. موږ تل هڅه کوله چې د کورنۍ د تنظیم په اړه په ګډه مشوره وکړو او د یو پلان له مخې ماشومان نړۍ ته راوړو. زموږ پرېکړې دوه اړخیزې وې، او همدې کار زموږ په ژوند کې نظم رامنځته کړی.»
په همدې حال کې د نسایي او ولادي متخصصین د مور او ماشوم د روغتیا لپاره د ولادتونو ترمنځ د واټن پر ارزښت ټینګار کوي او د پرلهپسې امیندوارۍ له خطرناکو پایلو خبرداری ورکوي.
د نسایي او ولادي متخصصه عاطفه سدید وایي: «د اومیندوارۍ تنظیم یوازې یو انتخاب نه دی، بلکې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره یوه مهمه اړتیا ده. کله چې د اومیندوارۍ ترمنځ واټن کم وي، د مور بدن ته کافي وخت نهورکول کېږي چې خپل له لاسه ورکړي مواد بېرته پوره کړي. دا حالت کولی شي د وینې کموالی، کمزوري او حتی په راتلونکې امیندوارۍ کې زیات خطرونه رامنځته کړي. له بلې خوا هغه ماشومان چې په مناسب واټن زېږي، عموماً روغ وي. د پوهاوي نشتوالی او روغتیایي خدماتو ته نه لاسرسی هم لویې ستونزې دي.»
د نسایي او ولادي یوه بله متخصصه سعدیه ګیلاني زیاتوي: «د ولادتونو ترمنځ لږترلږه ۱۸ تر ۲۴ میاشتو واټن سپارښتنه کېږي. که واټن کم وي، د مور په بدن کې د اوسپنې زیرمې له منځه ځي او د وینې کموالی رامنځته کېږي چې دا خپله د دوامدارې ستړیا او کمزورۍ لامل کېږي. همدارنګه د امیندوارۍ د فشار لوړوالي خطر هم زیاتېږي. د واټن رعایت ډېرې ګټې لري، نه یوازې د مور او ماشوم لپاره، بلکې د کورنۍ او ټولنې لپاره هم مثبت اغېز لري.»
په همدې حال کې دیني عالم قطبالدین مجتهد وایي چې د مور او ماشوم د روغتیا د ساتنې لپاره د ولادتونو ترمنځ واټن یو مهم شرعي اصل ګڼل کېږي. «اسلام خلک د اولاد درلودلو ته هڅوي، خو د مور او ماشوم د روغتیا ساتنه هم یو مهم شرعي اصل دی. که پرلهپسې امیندوارۍ زیان ولري، نو د ولادتونو ترمنځ واټن ساتل یا تنظیم له دیني پلوه جایز دي. که څه هم اسلام مشخص کلونه نه دي ټاکلي، خو په قرآن کې د ماشوم د شېدو ورکولو موده دوه کاله یاده شوې، یعنې تر دې مودې باید مور ماشوم ته شیدې ورکړي او غوره ده چې په همدې موده کې بله امیندوارۍ ونه شي.»
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د سرپل د عامې روغتیا ریاست نظر هم ترلاسه کړو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره بریالي نهشو.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۴۰۳کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له هر ۱۰۰زره زیږونونو څخه ۶۳۸ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د روغتیا کارپوهان د دې وضعیت اساسي لاملونه د میندو لپاره روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی، د کورنیو د پوهاوي نشتوالی او پرلهپسې امیندوارۍ بولي.


