د بدخشان یو ځوان، د خپلو شخصي وړتیاوو او یوازې شاوخوا ۱۰زره افغانيو په لګښت، په څه باندې یوه میاشت کې توانېدلی چې دوه عملي سافټویرونه «نخک» او «چتیار» ډیزاین او جوړ کړي.
دا اپلېکېشنونه اوس د ازمایښتي پړاو (Beta) کې دي او هدف یې د کاروونکو د اړیکو او ډیجیټلي اړتیاوو پوره کول دي.
په یوه ساده خونه کې، د لرګي دیوالونو او نهختمېدونکو هیلو ترمنځ، یو ځوان د کمپیوټر مخې ته خپل شپه او ورځ تېروي. ۲۷کلن امین شهراني، د بدخشان د کمپیوټرساینس له پوهنځي فارغ شوی، پرېکړه یې کړې چې یوه ځانګړې لاره وټاکي، هغه لاره چې د شخصي هڅو څخه پیل او د دوو سافټویرونو تر جوړېدو ورسېد.
امین د خپلې محدودې بودیجې او شخصي هڅو پرمټ، په څه باندې یوه میاشت کې دوه اپلېکېشنونه جوړ کړي دي: «نخک» او «چتیار.»
هغه لومړی سافټویر «نخک» د خیاطانو لپاره جوړ کړی، داسې یو سیسټم چې د هغه په وینا، د دوکانونو ورځني کار ته منظموالی راولي او د حساب کتاب چارې اسانه کوي.
امین وایي: «په نخک اپلېکېشن کې خیاط کولی شي د ورځې، میاشتې او کال عواید ثبت کړي. دا معلومولی شي چې په یوه ورځ کې څو فرمایشونه راغلي، څومره کار شوی او څومره مشتریانو ته سپارل شوي دي.»
دا اپلېکېشن یوازې سفارشونه نهثتبوي، بلکې د دوکان ټول مالي او اداري معلومات هم تنظیموي.
هغه زیاتوي: «ان د چاپ قابلیت هم لري. که پرنټر موجود وي، یوازې په یو کلیک فاکتور چاپېږي، یو د مشتری لپاره او بل د خپل ثبت لپاره. همدارنګه راپورونه په واضح ډول چاپ او تعقیب کېدای شي.»
خو د امین کار دلته نه درېږي. هغه تر «نخک» وروسته بل اپلېکېشن هم جوړ کړی چې «چتیار» نومېږي؛ یو عصري میسینجر چې د مشهورو اپلیکیشنونو په څېر فعالیت کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وایي: «چتیار د واټساپ او ټیلیګرام په څېر کار کوي؛ د پیغام استولو او ترلاسه کولو، غږیزو او ویډیويي تماسونو امکانات لري. موږ هڅه کړې چې امنیت یې هم لوړ وي.»
امین وایي چې لاهم د لارې په پیل کې دی او غواړي په راتلونکي کې داسې امکانات ورزیات کړي چې حتی په ځینو نړیوالو میسینجرونو کې هم نه وي موجود؛ خو د دې هڅو تر شا یوه لویه ستونزه هم شته، د ملاتړ نشتوالی.
امین په داسې حال کې چې د هیلې او اندېښنې ترمنځ خبرې کوي، وایي: «که له حکومت او خلکو ملاتړ وي، بیا به زموږ خلک اړ نه وي چې له بهرنیو اپلېکېشنونو استفاده وکړي.»
خو د دې پروژو پراختیا بې لګښته نه ده. د پلیسټور او اپلسټور ته د اپلېکېشنونو د خپرولو لپاره لګښتونه او د امنیت لوړولو اړتیاوې شته چې د هغه له شخصي وس څخه پورته دي.
هغه زیاتوي: «د پلیسټور او اپلسټور لپاره باید فیس ورکړل شي. حتی ابتدایي ثبتنام هم مصرف لري، او د امنیت لوړولو لپاره هم پانګونې ته اړتیا ده.»
د امین شهراني کیسه یوازې د یو ځوان برنامهلیکونکي کیسه نه ده، بلکې د افغانستان د ډېرو هغو ځوانانو انځور دی چې د محدودو امکاناتو باوجود لا هم د نوښت او پرمختګ هڅه نه پرېږدي.
په ټولو کمزوریو او ستونزو کې، هغه څه چې پاتې کېږي، اراده ده—هغه اراده چې له یوې کوچنۍ خونې څخه سترې ټکنالوژیکې مفکورې زېږولی شي.


