Asset 1SWN

اسلامي امارت: امریکا دې د لوېدیځ فرهنګ پر هېوادونو نه تحمیلوي

ARG-ارګ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یوه تازه راپور کې د سرپرست حکومت له لوري د ښځو اړوند ځینو فرمانونو په تړاو اندېښنه ښودلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه کلنی راپور پرون دوشنبه، د اپرېل ۲۲مه خپور کړی او افغانستان کې یې د بشري حقونو وضعیت په تړاو په‌‌کې اندېښنه ښودلې شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د افغانستان سرپرست حکومت دغه راپور ته په غبرګون ویلي چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د اسلامي شریعت پر بنسټ د بشري حقونو ټینګښت ته ژمن دی.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي، دوی له امريکا او نورو هېوادونو غواړي چې لوېديځ فرهنګ پر نورو هېوادونو تحمیل نه‌کړي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام وطندار ته وویل: «لوېدیځ چې افغانستان کې چې یوه اسلامي ټولنه ده او د بشري حقونو غوښتونکي دي، دا د لوېدیځ فرهنګ تطبیقول دي او افغانان یې په هېڅ ډول نه‌غواړي.»

بل‌خوا یوشمېر کارپوهان د بشري حقونو د مسلې په اړه د امریکا پر چلند نیوکه کوي او په دې باور دي چې امریکا هڅه کوي، د بشري حقونو له مسلې په استفادې، د افغانستان په څېر هېوادونه تر فشار لاندې راولي.

د سیاسي مسایلو کارپوه عبدالقادر قانت وايي: «امریکا ته بشرحقونه یوه وسیله شوې چې له دې لارې اسلامي ملتونه او کمزوري هېوادونه تر فشار لاندې راولي.»

یو‌شمېر نور کارپوهان بیا وايي، په تېرو دوو کلونو کې سرپرست حکومت د بشري حقونو د تامین او د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې کوټلي ګامونه نه‌دي پورته کړي، څو د ډېرو هېوادونو نیوکې ته پلمه پاتې نه‌شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمدباقر محسني وویل: «اسلامي امارت د بشرحقونو او ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو برخه کې لازم پام نه‌دی کړی او دا د نړیوالې ټولنې او افغانانو غوښتنه ده، نو اسلامي امارت باید د افغانانو د اړتیاوو او شرایطو له مخې باید دې موضوع  ته پام وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپور شوي راپور کې په افغانستان کې د واک پر انحصار هم نیوکه شوې او ټینګار شوی چې امریکا اوس د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنې ته هوډ نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام