Asset 1SWN

اسلامي امارت: امریکا هڅه کوي افغانستان کې د داعش ګواښونه وساتي

ARG-ارګ

افغانستان کې د داعش ګواښونو ته د اندېښنو په غبرګون کې سرپرست حکومت وايي، امریکا په افغانستان کې د یادې ډلې د ګواښونو د ساتنې په لټه کې دی.

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي، هغه مهال چې امریکا په افغانستان کې شتون درلود، په ورته کړنې یې لاس پورې کړی او اوس هم غواړي چې افغانستان کې د داعش ګواښ وساتي او د یوه تبلیغ په توګه ترې استفاده وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «امریکایانو هغه مهال چې افغانستان کې شتون درلود، د داعش له پروسې ملاتړ کاوه او یو ډول یې ګواښ ساته، اوس هم داعش د له‌منځه تلو په حال کې دی او امریکایان د تبلیغاتي استفادې په لټه کې دي او غواړي، هغه ستره وښايي، لویه یې کړي.»

افغانستان کې د داعش ګواښ په اړه د اندېښنو په لړ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان فرانک‌ مک‌کنزي افغانستان کې د داعش ودې په اړه اندېښنه ښودلې.

دغه پخواني پوځي امریکايي چارواکي له «ای‌بي‌سي‌ نیوز» سره د مرکې پرمهال افغانستان کې د داعش ګواښونو پر وړاندې د مقابلې او څارنې لپاره د امریکا پر شتون ټینګار کړی دی.

خو د سرپرست حکومت ویاند بیا وايي چې افغانستان کې د داعش شتون یو سلنې ته راښکته شوی او د له‌منځه تلو په حال کې دی.

نوموړي وویل: «داعش افغانستان کې هېڅ ګواښ نه‌دی او د هغه مهال په پرتله چې امریکایان دلته ول، اوس ډېر مات شوي او کم شوي دي چې یو یا دوه سلنه ته راکم شوي. ډاډ ورکوو چې داعش یا نورې ډلې چې افغانستان کې جګړه غواړي، موږ به یې وځپوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بل‌خوا د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي مرستیال کریستوفر کُستا نیویارک ټایمز ته په لېږلې مقاله کې وړاندیز کړی چې د داعش ګواښونو له‌منځه وړو لپاره باید امریکا له اسلامي امارت سره استخباراتي همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام