Asset 1SWN

کابل ښاریان دولتي روغتونونو کې د تخصصي درملو له کمښت شکایت کوي

daro-qm69igugk0do0ev3br30cewwqed3at7beorc3knmvc

د کابل په یو‌شمېر روغتونونو کې ناروغان او ناروغ‌لرونکي د درملو له کمښت شکایت کوي او وايي، اړ دي چې د اړتیا وړ درمل په لوړه بیه له خصوصي درملتونونو وپېري.

د دوی په وینا، ډېری وخت له خصوصي درملتونونو د درملو پلور توان نه‌لري او کله یې په موندلو پسې هم سرګردانه وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکې حمیرا چې یوه خصوصي روغتون ته یې خپل ناروغ راوړی، وايي، روغتون کې یوازې د عادي ناروغۍ درمل پیدا کېږي او د لوړې بیې درمل شتون نه‌لري.

نوموړي وویل: «دولتي روغتونونو کې د سراپا برخه کې ډېر درمل نشته، یوازې عادي درمل دي. هغه درمل چې بیه یې لوړه ده او د خاصو ناروغانو لپاره دي، له روغتون د باندې یې راوړو. دولتي روغتونونو کې باید د لوړې بیې درمل وي، څو ناروغ ته ورسېږي.»

په ورته مهال د شېرعلي په نوم یو ناروغ له عامې روغتیا وزارت غواړي چې دولتي روغتونونو کې د ناروغانو د اړتیا وړ درمل برابر کړي. «دلته درمل کم دي. د زړه ناروغانو، وینې فشار او شکر ناروغانو درمل نشته. هره ورځ موږ ته نسخه لیکل کېږي، موږ یې له بهر راوړو. هره نسخه په ۱۲۰۰ او ۲۰۰۰ افغانۍ ده.»

د کابل د وزیراکبرخان روغتون یو ناروغ‌لرونکی فرهاد یاد روغتون کې د درملو له کمښت د شکایت ترڅنګ، وايي، د اقتصادي ستونزو له امله له روغتون بهر د درملو توان نه‌لري او په وینا یې، روغتون کې باید د اړتیا وړ درمل برابر شي.

نوموړي وویل: «زموږ ناروغ د ګردې ناروغي لري. معده او کیسه‌صفرا لري، ټول درمل یې له بهر راوړو، ځکه دلته نشته. د اخیستلو توان یې نه‌لرو، ځکه پیسې نشته او اقتصاد مو خراب دی. که دلته روغتون کې درمل وي، مصرف به مو کم شي.»

بل‌خوا د دولتي روغتون یو‌شمېر ډاکټران وايي چې د عامې روغتیا وزارت او مرستندویه بهرني بنسټونه د درملو برابرولو ته ډېر پام لري او په وینا یې، دولتي روغتونونو ته په لږه اندازه تخصصي درمل ورکوي.

د وزیراکبرخان روغتون متخصص سیدفرید وویل: «لومړني روغتیايي خدمات تامین دي. تخصصي درمل چې عام ضرورت نه‌دی او هر چا ته د تطبیق وړ نه‌دي او خاصو ناروغانو ته ورکول کېږي او بیه یې هم لوړه ده، ځکه نشته. مرستندویه بنسټونه مرسته نه‌کوي او دې برخه کې د دولت توان هم نه‌رسېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که څه هم د عامې روغتیا وزارت روان کال د دولتي روغتونونو د دې ستونزې هواري لپاره څه نه‌وايي، خو د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې اعلان کړی چې افغانستان کې دولتي روغتونونو سره د سره صلیب د مرستو بندېدو وروسته یې ۲۵روغتونونو سره د څلور میلینوه او ۴۰۰زره ډالرو په ارزښت د درملو او طبي توکو مرسته کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام