د کابل ښار دولسمه ناحیه کې د روږدو مېرمنو د درملنې ۱۵۰بستریز روغتون کې د لسګونه روږدو مېرمنو او ماشومانو درملنه کېږي او تر درملنې وروسته ټولنې ته د یوه روغ انسان په توګه ورګرځي.
په دې راپور کې له هغو روږدو مېرمنو سره مرکې شوې چې د ۴۵ورځني درملیز پړاو په لومړیو ۱۵ ورځو کې له عصبي شوک، د بدن لړزه «حمله» او نوروو دردونو سره مخ شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سلاموطندار په دې راپور کې له ۱۴روږدو مېرمنو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال یادو مېرمنو ویلي، د دوی د خوښې خلاف او یا داسې شرایطو کې چې نارینه یې عامل وو، د نشهيي توکو کارولو ته مخه کړې.
له یادو ۱۴مېرمنو څخه شپږ یې د خاوند، څلور یې د پلار او پاتې څلور یې له اولاد د لرېوالي، طلاق او یا هم له داسې ملګرو سره چې پر نشه اخته وو، د ملګرتیا له امله پر نشهيي توکو اخته شوې دي.
۲۰کلنه برښنا چې پر نشهيي توکو روږدې ده، وايي، پلار یې ښيښه کاروله چې له امله دا او درې خویندې یې هم پر نشهيي توکو روږدې شوې. دوی له تېرو اتو کلونو راهیسې ښیښه کاروله او له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي.
برښنا چې واده یې هم کړی، وايي، د خپل ګډ ژوند دوام لپاره یې پرېکړه کړې چې د نشهيي توکو له کارولو ځان خلاص کړي. «له هغه وخته چې واده مې کړی، پرېکړه مې کړې چې نشه پرېږدم. سل سلنه غواړم چې پرې یې ږدم. ځکه کې پرې یې نهږدم، ټول ژوند مې له لاسه ورکوم. د خاوند لپاره مې پرېږدم.»
په یوشمېر دغو مېرمنو کې داسې مېرمنې هم شته چې د خاوند له امله پر نشو روږدې شوې دي. ماهګل چې خاوند یې روږدی دی، وايي، د درملنې لپاره یې پیسې نهلرلې او خاوند یې د درد ارامښت لپاره نشهيي توکي ورکړي دي. «له واده وړاندې خبر نهوم چې نشهيي دی. ایران ته تللی و، تریاک یې څښول. ناروغه وم، تریاک یې راکړل، د ځان درد مې ارام شو، بیا چې ناروغه شوم ما هم وکارول.»
د یاد مرکز یوه بله ناروغه صابره وايي، هغه مهال چې غوښتل یې له خپل روږدي خاوند څخه جلا شي، خاوند یې په لوی لاس دا پر نشو اخته کړه، څو له نوموړې د جلا کېدو مخه ونیسي. «خاوند مې روږدی و، لس کاله کېږي. پلار مې پرې فشار راوړ چې ما طلاق کړي، لاس یې ور مات کړ او هغه هم قصد پیدا کړ. د ګردې تیکې ناروغي لرم.»
ډېری هغه روږدې مېرمنې چې دې مرکز کې تر درملنې لاندې دي، مېندې دي او هره شېبه یې بدن او عصبي سېسټم د نشهيي توکو کارولو ته اړ باسي، خو دوی نشهيي توکو نهوای او غواړې چې د یوه سالم انسان په توګه بېرته له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.
د کابل اوسېدونکې نصیره چې له خپلو دوو اولادونو سره یاد مرکز کې تر درملنې لاندې دي، وايي، د خپلو اولادونو ښې روزنې او پالنې لپاره یې پرېکړه کړې چې ځان له نشهيي توکو خلاص کړي.
حلیمه چې له خپلو اولادونو د لرېوالي له امله پر نشهيي توکو اخته شوې، وايي:۲۷کلنه یم، خاوند مې روږدی و او اولادونه یې راڅخه واخیستل او ایران ته لاړل. څوک مې نهدرلودل او یو ورور مې و چې ایران ته لاړ او زه یوازې وم. خاوند مې پرېښودم او د اولادونو لپاره مې روږدې شوم. اولادونو پسې مې وګرځېدم، پیدا مې نهکړل. کله چې خاوند مې لاړ، لومړی مې له پوډرو شروع وکړه.»
یوشمېر ښځینه فعالانې وايي، د نارینهوو لهخوا پر نشهيي توکو د ښځو اختهکول، یو بل ډول تاوتریخوالی دی چې د ښځو پر وړاندې کېږي او په وینا یې، کله ترې خلاص په یوه خوب بدلېږي.
د ښځو حقونه فعاله حمیرا فرهنګیار وايي: «دا ډېره خواشینونکې ده چې ښځې په جبري توګه روږدې کېږي او دا یو ډول تاوتریخوالی دی. محدودیتونه هم چې لګول کېږي، یو ګواښ دی، ځکه ښځې او نجونې د ذهني ارامښت لپاره نشو ته مخه کوي. ټابلېټکا یا نور خطرناک مواد لکه ښیښه.»
بلخوا ارواحپوهان وايي چې پر نشهيي توکو روږدي کېدل، د رواني ستونزو له رامنځته کېدو سره نږدې اړیکې لري او د روږدي کېدو له امله اختلالت، د روږي کس پر ژوند ناوړه او منفي اغېزې لري.
ارواحپوه هبتالله ابراهیمخېل وویل: «ښځې چې روږدې دي، نه باید تر قضاوت لاندې راشي، ځکه دوی خپله په یوې ناروغۍ او اخلالاتو باندې اخته دي چې نهشي کولای د ځان درملنه وکي. باید د روږدي کېدو په اړه روزنه ورکړل شي.»
ټولنپوه ضیا نېکزاد وايي چې کورنۍ او ټولنه کې د ښځو رول ته په کتو، د ښځو له لوري د نشهيي توکو کارول، کولای شي ټولنې ته روږدی نسل په میراث پرېږدي.
هغه وویل: «ښځې ټولنه کې بنسټییز ځای ځایګی لري، ځکه د نسل روزنه او پایښت ښځې پورې اړه لري، په همدې اساس، څومره چې ښځو ته ستونزې ډېرېږي، هغې برخې ته ستونزې متوجې کېږي چې ښځې پرې اغېز لري. که ښځې روږدې وي، نو راتلونکي نسل باندې اغېز لري.»
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسمالله حبیب که څه هم پر نشهيي توکو د روږدو مېرمنو کره شمېر نه په ډاګه کوي، خو وايي، تېرکال د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه پر نشو روږدې ۱۷۴۹مېرمنې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي چې له ډلې یې ۱۱۱۰ مېرمنې تر درملنې وروسته، بېرته خپلو کورنیو سره یوځای شوې دي.
نوموړي وویل: «تېرکال ۴۰زره روږدي کسان له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري په ټول هېواد کې راټول شوي او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوې دي چې پهکې ښځې او کم عمره ماشومان هم شامل دي. ۱۴۰۲کال کې ۱۷۴۹ ښځې او ۱۷۰۰ کم عمره روږدي، د هېواد له بېلابېلو برخو راټول او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي چې له ډلې یې، ۱۱۱۰ ښځې او ۸۴۴ کم عمره روږدي، له روغېدو وروسته، رخصت شوي دي.»
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل هم وايي چې دا مهال د روږدو کسانو د درملنې په روغتیايي مرکزونو کې څه باندې ۲۵۰۰ روږدې مېرمنې تر درملنې لاندې دي. «تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۶۰زره کسانو درملنه شوې. اوس ۱۰زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي چې څه باندې ۲۵۰۰ یې ښځې دي.»
له نشې تر روغېدو وروسته د ملاتړو لارو چارو نشتون لامل شوی چې ځینې روغ شوي کسان بېرته پر نشو اخته شي. یاد مرکز کې تر درملنې لاندې مېرمنې له حکومت غواړي چې د دوی تر روغېدو وروسته دې ورته د کار کولو زمینه برابره کړي.