تاتارستان ته د اسلامي امارت پلاوي سفر؛ کارپوهان یې د اړیکو لپاره مهم فرصت بولي

د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی د روسیې د تاتارستان جمهوریت کازان ښار ته تللی، څو د «روسیې او اسلامي نړۍ» په ۱۷م نړیوال فورم کې ګډون وکړي. شنونکي وايي، د کازان په څېر ناستو کې د اسلامي امارت د پلاوي حضور کولی شي، د افغانستان وړتیاوې او اړتیاوې په ښه توګه تر نړیوالو ورسوي.

اسراییل اوربند راهیسې لبنان کې تر ۱۱۰۰ زیات هدفونه په نښه کړي

د اسراییل پوځ ویلي چې له اوربند راهیسې یې لبنان کې د حزب‌الله له ۱۱۰۰ څخه په زیاتو هدفونو بریدونه کړي.

د اسراییل پوځ ادعا کړې چې دغو هوايي بریدونو کې د حزب الله شاوخوا ۳۵۰ غړي وژل شوي.

الجزیرې شبکې نن سه‌شنبه راپور ورکړی چې د اسراییل جنګي الوتکو لبنان کې د حزب‌الله د وسلو ډیپوګانې او نورې زیربناوې هم ویجاړې کړي.

ملګري ملتونه: ۱۳.۸ میلیون افغانان د خوړو شدید کمښت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، دامهال افغانستان کې څه باندې ۱۳.۸ میلیون خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره نن سه‌شنبه د ثور ۲۲ / مې ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان کې د لوږې کچه مخ په لوړېدو ده چې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي.

د متقي او د چین استازي لیدنه؛ د ارومچي خبرو پر دوام ټینګار شوی

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره لیدنه کې د اړیکو پر پیاوړتیا، سیمه‌ییز امنیت او د ارومچي خبرو د پرمختګ په اړه بحث کړی.
د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د چین ځانګړي استازي د ارومچي خبرو بهیر پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار کړی او دا یې د سیمه‌ییز ثبات او همغږۍ لپاره یو مهم چوکاټ وباله.

پر لبنان د اسراییل بریدونو کې ۵۱ کسان وژل شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر لبنان د اسراییلو وروستیو بریدونو کې د دوو روغتیاپالو په ګډون ۵۱ کسان وژل شوي.

د لبنان د روغتیا وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي: اسراییل د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو سرغړونې ته دوام ورکوي او د روغتیايي کارکوونکو پر ضد یې جنایتونه ډېر کړي.

د ایران سپاه‌پاسداران په امریکایي اډو د بریدونو خبرداری ورکړی

د ایران سپاه‌پاسداران خبرداری ورکړی چې که ایراني بېړۍ په نښه شي، منځني ځتیځ کې به په امریکايي اډو برید وکړي.

د راپورونو پراساس، د سپاه‌پاسداران سمندري ځواکونو ویلي: «د ایران د نفت‌وړونکو او سوداګریزو بېړیو پر وړاندې هر ډول تعرض به سیمه کې د امریکا پر یوه مرکز او د دښمن پر بېړیو سخت برید ته زمینه برابره کړي.»

خيبرپښتونخوا کې چاودنې ۳ پاکستاني پولیس وژلي

خیبرپښتونخوا ایالت کې تېره شپه د یوې چاودنې له امله ۳ پاکستاني پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د راپورونو پر اساس، چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او بریدګر د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو ښار د پولیسو یوه پوسته په نښه کړې.

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۱.۳ میلیارده ډالر ورکوي

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان سره د شاوخوا ۱.۳ میلیارده ډالرو پور منظور کړی چې موخه یې د دغه هېواد د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او له نړیوالو مالي ننګونو سره د مقابلې وړتیا لوړول دي.

پاکستاني رسنیو نن شنبه ثور ۱۹ / مې ۹ راپور ورکړی چې د پور د نويو قسطونو پرېکړه به د دغه هېواد د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره مهم رول ولري.

پکن: د ننګونو مخنیوي لپاره ایران سره اړیکه کې یو

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لین‌جین ویلي، هېواد یې د ننګونو کمولو او مخنیوي لپاره ایران سره په اړیکه کې دی.

هغه نن جمعه د ثور ۱۸ / مې ۸ وویل، هېواد یې په منځني ختیځ کې د امنیتي همکاریو او د سولې د خبرو د دوام ملاتړ کوي.

د راپورونو پر اساس، دی وايي چې له ایران او نورو ټولو لورو سره د کړکېچ کمېدو او د جګړې پایته رسېدو لپاره به د اړیکو کانالونه پرانیستي وساتي.