
د امارات دفاع وزارت: د ایران نننیو بریدونو ته ځواب ورکوو
د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران نن جمعه سهار وختي پرې د ډرون او توغندیو بریدونه کړي. خبرپاڼه کې ویل

د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران نن جمعه سهار وختي پرې د ډرون او توغندیو بریدونه کړي. خبرپاڼه کې ویل

د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري ویلي، د امریکا پوځ د اوربند په نقض سره ایراني بېړۍ او ملکي سیمې په نښه کړي.
هغه ویلي، د ایران وسلهوالو ځواکونو یي هم په غبرګون کې د هرمز تنګي ختیځ او د چابهار بندر سوېل کې د امریکا پر پوځي بېړیو بریدونه کړي او هغو ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي.

د میدانوردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویلي، د دایمیرداد ولسوالۍ «اورمړ» کلي کې د یوې پخوانۍ ناچاودې هاوان سرګلولې د چاودنې

د اسراییل پوځ ویلي، د لبنان حزبالله تازه ډرون برید کې د دې هېواد ۴ سرتېري ټپیان شوي.
د اسرائیل پوځ نن پنجشنبه د ثور ۱۷ / مې ۷ یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرتېري د لبنان په سوېل کې د حزبالله په برید کې ټپیان شول.
تر دې وړاندې د لبنان حزبالله هم ویلي وو چې تېره ورځ یې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې ١۶ ځلې عملیات کړي.

کونړ کې یوې سرچینې سلاموطندار ته وویل، د دغه ولایت اړوند په فرضي کرښه د دواړو لورو قومي مشرانو په منځګړتوب، د اسلامي امارت او پاکستاني لوري ترمنځ اوربند وشو.
سرچینه زیاتوي چې دواړو لورو قومي مشرانو ته منلې چې له دې وروسته به د کونړ اړوند پر فرضي کرښه جګړه نهکوي او له سیمو څخه بېځایه شوي ولسونه به بېرته خپلو سیمو ته ستیږي.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او دیني عالم شیخ مولانا ادریس د نامالومو وسلهوالو ډزو کې ووژل شو. پاکستاني رسنیو نن سهشنبه ثور ۱۵

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، پاکستان یو ځل بیا پر کونړ برید کړی چې ۳ ملکیان په کې شهیدان او ۱۴ ټپیان شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. هغه ویلي، د پاکستان پوځ د جنایتونو په دوام ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کونړ دانګام ولسوالۍ کې د ولسي خلکو کورونه، ښوونځي، روغتیایي مرکز او جوماتونه په نښه کړي.

د افغانستان بانک د تېر لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه ۱۱۰ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي. د دغه بانک ویاند حسیبالله نوري وویل، توانېدلی چې په معقولو پولي سیاستونو سره، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول وساتي.

د مې درېیمې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې سره هممهاله، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسئولان وایي، د اقتصادي ستونزو له امله په ۲۰۲۵ کال کې هېواد کې د ښځینه خبریالانو حضور تر هغې د وړاندې کال په پرتله ۲۹ سلنه کم شوی.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې سره هممهاله، یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیت څخه شکایت لري.
دوی وایي، د ځینو حکومتي ادارو مسوولان پر وخت مالومات نه ورکوي او ځینې نور بیا یوازې محدود او ناکافي مالومات ورسره شریکوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د مې ۳مه د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، اسلامي امارت ټولنه کې د رسنیو پر اساسي رول باور لري.
هغه نن یکشنبه د ثور ۱۳ / مې ۳مه یوه ویډیويي کلپ کې ویلي، اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي د رسنیو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو له مرستیال ډاکټر عسکر

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، ازادې رسنۍ، د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی د یوې سولهییزې او فعالې ټولنې بنسټیز عناصر دي.
بنټ دا څرګندونې نن یکشنبه د ثور ۱۳/ مې ۳ د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت پر اېکسپاڼه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ډېر ژر به پر هغه پلان بیاکتنه وکړي چې ایران استولی.
د راپورونو پر اساس، ټرمپ ویلي، د بیاکتنې ترڅنګ بیا هم فکر نه کوي چې یوه معامله به وکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې ایران امریکا ته یو ۱۴ مادهییز پلان استولی چې په کې د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې پایته رسولو، د سمندري محاصرې د ختمولو او د نه یرغل د تضمین غوښتنه شوې.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اړیکو پر اهمیت، د بشري وضعیت پر ښهوالي، او د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې جګړه له سره پیل شوې او ملکیانو ته زیان رسوي.
دغې ادارې یوه تازه راپور کې ویلي، دغه وضعیت د کرښې په اوږدو کې بشردوستانه وضعیت نور هم خراب کړی او اغېزمنو سیمو کې بشري اړتیاوې لوړې دي.