نظرپوښتنه: د ټرمپ د تایید درجه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

د یوې تازه نظرپوښتنې پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تایید درجه د هغه د اوسني دورې ترټولو ټیټې کچې ته رسېدلې. د رویټرز/ ایپسوس تازه نظرپوښتنه کې یوازې ۳۴ سلنه امریکایان د ټرمپ له کار څخه خوښ دي. په داسې حال کې چې تر دې وړاندې خپره شوې نظرپوښتنه کې ۳۶ سلنه امریکایانو د ټرمپ کاري تګلارې تایید کړې وې.

پر کونړ بریدونه؛ بهرنیو چارو وزارت د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ پوهنتون ترڅنګ، فرضي کرښه کې پر ملکي اهدافو او عامه تأسیساتو د شویو بریدونو په تړاو یې احتجاج لیک ورسپارلی.
د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې اسلامي امارت د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق محفوظ بولي.

افغانستان د ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیاپالانو له‌لاسه ورکولو خطر سره مخ دی

یونیسف خبرداری ورکړ چې د افغان نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه به تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان د شاوخوا ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو کمښت سره مخ کړي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف نن یوه راپور کې ویلي چې دغه بحران دا اوس هم ماشومان له زده‌کړو او روغتیايي مراقبتونو څخه محروم کړي.

عباس عراقچي: خوښ یو چې روسیې سره تعامل لرو

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، خوشاله دی چې روسیې سره تعامل لري، ځکه سیمه لویو بدلونونو سره مخ ده.

هغه نن سه‌شنبه پر اېکسپاڼه لیکلي: “وروستیو پېښو زمونږ د ستراتیژیک مشارکت ځواکمنتیا او ژوروالی ښودلی. لکه څنګه چې زمونږ اړیکې مخ په پراخېدو دي، له پیوستون خوښ یو.”

لوګر کې وسله‌والو د یوې کورنۍ څلور غړي او یو ډاکټر وژلی

د لوګر مرکز پل‌علم کې نامالومه وسله‌والو تېره شپه د موسی په نوم د یوې کورنۍ څلور غړي او محمداغې ولسوالۍ کې یو ډاکټر وژلی.

د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند سلطان محمد سنګین سلام‌وطندار وویل، لومړي پېښه د پُل‌علم ښار اړوند «حصارک» سیمه کې شوې چې د کور مشر محمد موسی، د هغه مېرمن او دوه زامنو یې ژوند له لاسه ورکړی.

عراقچي پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته تللی

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تهران-مسکو اړیکو او سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه د خبرو لپاره روسیه ته سفر کړی.

ایراني رسنیو نن دوشنبه د ثور ۷ / اپرېل ۲۷ راپور ورکړی چې عراقچي د روسیې سن‌پترزبورګ ښار ته رسېدلی.

د راپور له مخې، ټاکل شوې عراقچي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او خبرې وکړي.

د حزب‌الله برید؛ ۷ اسراییلي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې

د لبنان په سویل کې د حزب‌الله د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو اسراییلي سرتېری وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي.

د راپورونو پر اساس، دغه برید تېره ورځ یکشنبه شوی او دا درېیم سرتېری دی چې له روان اوربند سره سره د لبنان په سویل کې وژل کېږي.

ډونالډ ټرمپ: سپینه ماڼۍ کې پر مېلمستیا بریدګر نیول شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تېره شپه سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پر مېلمستیا چې ده او مېرمن یې هم په کې ګډون کړی وو، بریدګر نیول شوی.

ټرمپ له دغې پېښې وروسته یوې غونډې ته وویل: «یو کس چې په وسلو سمبال وو، په امنیتي پوستې برید وکړ او وروسته د پټو خدماتو لخوا نیول شوی.»

اسماعیل بقايي: امریکا سره د لیدنې هېڅ پلان نه‌لرو

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، ایراني پلاوی اسلام‌اباد ته د رسمي سفر لپاره تللی او امریکا سره د لیدنې لپاره هېڅ پلان نه‌لري.

هغه نن شنبه ثور ۵ / اپرېل ۲۵ پر اېکسپاڼه لیکلي: «د ایران او امریکا ترمنځ د هیڅ غونډې پلان نشته. د ایران نظرونه به پاکستان سره شریک شي.»