د ایران سپاهپاسداران ویلي چې تېره شپه په «سیریک» ټاپو د امریکا برید کې کارول شوې هوايي اډه یې په نښه کړې.
سپاهپاسداران نن دوشنبه جون لومړۍ / جوزا ۱۱ یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید د امریکا د هغو عملیاتو په غبرګون کې شوی چې د بندرعباس شاوخوا سیمو کې شوي وو.
خبرپاڼه کې راغلي: «که یرغل بیا تکرار شي، ځواب به بلکل متفاوته ووسي او مسوولیت به یې د امریکا په غاړه وي.»
خبرپاڼه کې د امریکا د برید له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو یادونه نه ده شوې.
همدارنګه ایران د امریکا په نښه کړې اډې موقعیت هم نه دی مشخص کړی، خو تر دې مخکې رسنیو راپور ورکړی چې پر کویټ ډرون او توغنديز بریدونه شوي دي.