د والدینو نړیواله ورځ؛ د سالم نسل په روزنه کې د والدینو د ارزښت یادول

د جون لومړۍ د والدینو نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، یو شمېر خلک د والدینو د ځایګي پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، د هرې ټولنې د پرمختګ یا وروسته‌پاتې کېدو کچه تر ډېره هغې روزنې او ارزښتونو پورې تړلې چې والدین یې خپلو اولادونو ته لېږدوي.

ملګري ملتونه: هر ۱۰۰زره زېږون کې ۶۰۰ افغان مېندې ژوند بایلي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا افغانستان کې د مېندو د مړینې لوړې کچې څخه اندېښنه ښوولې.

اوچا نن دوشنبه د جوزا ۱۱ / جون لومړۍ پر اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

دغې سازمان ویلي، افغانستان کې په هر ۱۰۰ زره زېږون کې ۶۰۰ مېندې ژوند له لاسه ورکوي.

د غایب اشخاصو د منقول او غیرمنقول ملکیتونو د ارزونې قانون توشېح شو

د عدلیې وزارت ویلي، د غایب اشخاصو د منقول او غیرمنقول ملکیتونو د ارزون قانون د اسلامي امارت مشر له لوري توشېح او رسمي جریده کې خپور شو.

دغه قانون کې یوه مقدمه، څلور بابه، څلور فصلونه او ۳۱ مادې شاملې دي چې د تطبیق مرجع یې د سترې محکمې نظامي معاونیت د غایبو اشخاصو د منقول او غیرمنقول ملکیتونو د ارزونې ریاست دی.

د ایران سپاه‌پاسدران: د امریکا هوايي اډه مو په نښه کړې

د ایران سپاه‌پاسداران ویلي چې تېره شپه په «سیریک» ټاپو د امریکا برید کې کارول شوې هوايي اډه یې په نښه کړې.
سپاه‌‌پاسداران نن دوشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید د امریکا د هغو عملیاتو په غبرګون کې شوی چې د بندرعباس شاوخوا سیمو کې شوي وو.