Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګري ملتونه: هر ۱۰۰زره زېږون کې ۶۰۰ افغان مېندې ژوند بایلي

مېندو مړېنه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا افغانستان کې د مېندو د مړینې لوړې کچې څخه اندېښنه ښوولې.

اوچا نن دوشنبه د جوزا ۱۱ / جون لومړۍ پر اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

دغې سازمان ویلي، افغانستان کې په هر ۱۰۰ زره زېږون کې ۶۰۰ مېندې ژوند له لاسه ورکوي.

اوچا زیاته کړې چې تکړه قابلې او ښځینه روغتیايي کارکوونکې د انسانانو ژوند ژغوري، خو د ښځو پر ګډون محدودیتونه، ژوند ژغورونکو خدماتو ته د مېندو او نويو زېږېدلو ماشومانو لاسرسی محدودوي.

دا داسې مهال دی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف شاوخوا میاشت وړاندې د روان کال د ثور ۸ / اپرېل ۲۸ یوه راپور کې ویلي وو، د افغان نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه به تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان د شاوخوا ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو کمښت سره مخ کړي.

یونیسف ویلي وو، دغه بحران دا اوس هم ماشومان له زده‌کړو او روغتیايي مراقبتونو څخه محروم کړي.

د یونیسف راپور کې ویل شوي چې ښايي تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې افغانستان ۲۰ زره ښوونکي او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکي له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف خبرداری ورکړی وو چې د ښځینه روغتیايي کارمندانو کموالی به په مستقیم ډول روغتیايي خدماتو ته د مور او نوي زیږیدلي ماشوم لاسرسی کم کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام