د ټولییز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو په یوې ګډه خبرپاڼه کې له افغانستان څخه د مرکزي اسیا هېوادونو ته د نشه‌يي توکو د قاچاق دوام په اړه اندېښنه ښودلې.

د یاد سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو غونډه پرون «جمعه د لیندۍ درېیمه» د بلاروس پلازمېنې مېنسک ښار کې جوړه شوې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویب‌سایټ کې خپره شوې د یادې خبرپاڼې په یوې برخه کې ویل شوي: «موږ له افغانستانه د نشه‌يي توکو اړوند ننګونو له امله، متامفتامین، کوکایین، حشیش او د نورو نشه‌يي توکو په اړه اندېښنه لرو.»

په دې ناسته کې د ټولییز امنیت تړون غړیو روسیې، بلاروس، قزاقستان، قیرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او د نورو هېوادونو مشرانو د نړۍ په کچه د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې لپاره پر ګډې همکارۍ ټينګار کړی دی.

بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌لله حبیب افغانستان کې د نشه‌يي توکو  کښت او قاچاق پر مخینوي ټينګار کوي او وايي، نورو هېوادونو هم افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښتونو د پام وړ کمښت تایید کړی دی.

نوموړي وویل: «د نشه‌يي توکو پر وړاندې زموږ هوډ جدی او له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د نشه‌يي توکو قاچاق برخه کې هېڅ‌راز ګواښ نشته او نه‌ به وي.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې له افغانستانه د نشه‌يي توکو قاچاق له امله د مرکزي اسیا هېوادونو اندېښنې له واقعیت لري، بولي او په وینا یې، دغه اندېښنې سیاسي موخې لري.

د سیاسي چارو شنونکي یوسف امین ځاځي وویل: «د سیمې او نړۍ هېوادونو له لوري د افغانستان تورنول، سیاسي موخې لري چې د واقعیتونو پر بنسټ نه‌دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د ملګروملتونو ۷۸مه کلنۍ غونډه کې ویلي و چې تاجکستان د تېرو دوو کلونو پر مهال څه باندې ۱۰۰ ټُنه نشه‌يي توکي افغانستان سره پولې ته نږدې نیولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام