د راپور موندنې؛ د لسګونو پوهنتونونو افشا کول چې تدريسي جواز او يا هم ودانۍ نه‌لري

د پلټنې عالي ادارې د تازه راپور پر بنسټ د سلام وطندار موندنې ښيي چې یو شمېر خصوصي پوهنتونونه هېڅ راز شرایط او معیارونه نه لري، ښوونیز نصاب یې نیمګړی دی، د ځینو پوهنځیو او د ماسټرۍ زده‌کړو لپاره جواز نه لري، استادان یې په شرایطو برابر نه دي، په خپل سر یې نوي پوهنځي جوړ کړي او دغه راز د تدریس لپاره مناسبې ودانۍ هم نه لري؛ خو لا هم فعالیت کوي او هر کال زده‌کوونکي فارغوي.

د روڼتیا څار بنسټ ارګ فساد سره مبارزه کې په سیاسي ګټې اخيستو تورن کړ

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ هېواد کې فساد سره د مبارزې وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د ياد بنسټ اجرايي رييس اکرام افضلي نن کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، حکومت فساد سره مبارزه کې ناکامه دی او کړنې یې یوازې د شعار په حد کې پاتې شوې دي.

کابل کې يو شمېر کسانو د پاکستان سفارت مخکې د ويزو ترلاسه کولو لپاره اعتراض وکړ

په کابل کې سلګونو کسانو د پاکستان د ويزو ترلاسه کولو لپاره د دوی سفارت مخکې اعتراض وکړ او ويې غوښتل چې دوی ته ويزې ورکړي. معترضانو د پاکستان د ويزو د ورکړې چې په ځنډ سره ورکول کېږي شکايت وکړ او ويې ويل، ډېرې ورځې په تمه کېږي چې د پاکستان ويزه ترلاسه کړي؛ خو نه بريالي کېږي.

د پکتياوالو اعتراض؛ د اقرا برنامې تر چتر لاندې د ۱۰۳ ښوونځيو چارې په ټپه ولاړې دي

د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند د تېرې په سيمه کې يو شمېر ځوانانو، مشرانو او د ښوونځيو زده کوونکيو د حکومت پر مرکزي او سيمه‌ييزې ادارې اعتراض وکړ چې د ۱۰۳ ښوونځيو جوړېدو چارې چې تېر کال پيل شوې وې، په ټپه درېدلي او د جوړېدو بيا پيل لپاره يې هېڅ هم نه دي کړي.

د کونړ دانګام؛ پر ګودام بدل شوی ښوونځی

که څه هم تېرو څو کلونو کې میلیونونه ډالر د بیارغاونې په کارونو لګول شوي، خو ډېرې داسې پروژې شته، چې د فساد او درغلیو له کبله یا نیمګړې پاتې شوي او یا هم په ټیټ کیفیت بشپړې شوې دي. په یوې پروژې څو ځلې قرارداد، سهمونه او برخې ورکول او د وسله‌والو ډلو موجوديت هغه لاملونه دي چې د پرمختګ چارې یې نمیګړې پرېيښې دي.