په کابل کې سلګونو کسانو د پاکستان د ويزو ترلاسه کولو لپاره د دوی سفارت مخکې اعتراض وکړ او ويې غوښتل چې دوی ته ويزې ورکړي.

معترضانو د پاکستان د ويزو د ورکړې چې په ځنډ سره ورکول کېږي شکايت وکړ او ويې ويل، ډېرې ورځې په تمه کېږي چې د پاکستان ويزه ترلاسه کړي؛ خو نه بريالي کېږي.

معترضانو د ټرافیکو پر مخ د کارتې پروان او نادريې عالي لېسې عمومي سړک بند کړی و چې وروسته د پوليسو له لوري سړک پرانيستل شو.

يوه له اعتراض کوونکيو قیس قیومي سلام‌وطندار ته وويل، يوه اوونۍ کېږي چې د ويزې ترلاسه کولو لپاره راغلی؛ خو تر اوسه په دې نه دی بريالی شوی، ويزه ترلاسه کړي.

بل اعتراض کوونکی دین محمد چې له ننګرهار ولايت نه کابل ته ويزې اخيستو لپاره راغلی سلام‌وطندار ته وايي، د سفارت کارکوونکي او امنيتي ځواکونه ورنه د ويزې د ورکړې بدل کې پيسې غواړي.

یوسف له خوست ولايته کابل ته راغلی چې د پاکستان ويزه ترلاسه کړي. نوموړی وايي، هغه کسان چې زور لري په دې بريالي کېږي، ويزه ترلاسه کړي.

دا اعتراض په داسې حال کې دی چې څه موده وړاندې د ملي مصاحلې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزير په رسمي بلنه پاکستان ته سفر وکړ او هلته يې د ويزو او يو شمېر نورو لازمو سهولتونو د چمتو کولو خبر ورکړ؛ خو ليدل کېږي چې افغانستان کې د پاکستان سفارت تر اوسه پورې د خپلو ژمنو عملي کولو کې رښتينی  نه دی.

ومو غوښتل په راپور کې د پاکستان د سفارت او همداراز د بهرنيو چارو وزارت نظر هم ولرو؛ خو له پرله‌پسې اړيکو سره سره بريالي نه‌شوو.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام