د بامیان د عامې روغتیا رییس د فساد په تور نیول شوی
د بامیان محلي چارواکي وايي، د ملي امنیت کارکوونکو پرون مازدیګر د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس سیدعلياقا ایوب ناصري د مالي او اداري فساد او له واک نه د ناوړه ګټې اخیستو په تور نیول شوی دی.
د بامیان محلي چارواکي وايي، د ملي امنیت کارکوونکو پرون مازدیګر د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس سیدعلياقا ایوب ناصري د مالي او اداري فساد او له واک نه د ناوړه ګټې اخیستو په تور نیول شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سلګونه تنقیص شويو کارکوونکيو نن سهار اعتراض وکړ او د یاد وزارت مخې ته یې د پرلت خېمه ووهله. دوی وايي، له ټولو ۲۶۶۶ کارکوونکيو دغه وزارت ۱۲۰۹ کارکوونکي له خپلو دندو لرې کړي دي چې په درېیمو او څلورمو بستونو کې په دندو بوخت وو.
اعتراض کوونکي د دې وزارت د سلګونو کارکوونکيو او مامورینو تنقیص کول، د ملکي خدمتونو د قانون خلاف ګڼي او وايي، د دې شمېر کارکوونکيو د لرې کولو په اړه پرېکړه قانوني نه ده او پر دې پرېکړې دې بيا کتنه وشي.
د ټرانسپورټي، باروړونکيو، ساختماني او لوژستکي شرکتونو مسولان پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مخې ته راټول شوي وو او د خپل حق غوښتنه يې کوله. د دغو شرکتونو مسولانو ویل، ډېر وخت کېږي چي دوی د یاد وزارت اړوند خوراکي توکي په ولایتونو کې تر ځپل شويو کورنیو رسولي او د دې ترڅنګ يې په ولایتونو کې د رسمي قراردادونو پر بنسټ په ساختماني پروژو کې له دې وزارت سره کار کړی؛ خو تر اوسه يې ورته پیسې نه دي ورکړي.
د ولسي جرګې غړې مسعوده کروخي چې په کابل کې یې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي سټراتیژۍ د پلي کېدو څېړنې برنامې ته خبرې کولې وویل، په هېواد کې د فساد موجودیت د اندېښنې وړ دی. نوموړې وويل، که څه هم هېوادوال په هېواد کې د فساد د موجوديت له کبله له بدې ورځې سره مخ دي؛ خو د حکومت لوړپوړي کارکوونکي دې شرایطو ته په نه پام؛ د ښه وخت تېرولو په فکر کې دي.
د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، حکومت وروستیو پنځو کلونو کې د اداري فساد له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ بریالیتوبونه نه لري. نوموړي چې نن د ډېسمبر نهمې نېټې له اداري فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې وينا کوله وویل، کلونه کېږي چې فساد د افغانستان دولتي بنسټونو کې ریښې کړي او د هېوادوالو ترمنځ یې د فقر لمن پراخه کړې ده.
د ولسمشر د دویم مرستیال په باور، هېواد کې دوامداره جنګ او تاوتریخوالی، هېواد کې د فساد، مافیا، قاچاق او نورو جرایمو فعالیت ته زمینه برابره کړې ده.
د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون ريیس حسیب الله کلیمزی خبر ورکوي چې د افغانستان بانک د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن ته په کمپاينونو کې پيسې لېږلي دي.
څو میاشتې وړاندې د روان کال سرطان میاشتې پر ۶مه نېټه په افغانستان بانک کې د څو ساعتونو لپاره د برښنا پرې کېدو راپور ورکړل شو چې وروسته د افغانستان بانک د دې راپورونو له خپرېدو څخه خبرپاڼه خپره کړه او ويې ويل، د دې ادارې امنیتي کامرې د سرطان پر ۲مه نېټه د تخنیکي ستونزو له کبله له کاره لوېدلې وې.
د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرمهال په خپلو بېمخینو او جنجالي چلندونو سره رسنیو کې د ځان لپاره ولسي بحثونو ته لاره پرانیسته. خو د څه باندې ۲ کلونو په تېرېدو تراوسه هېڅ څوک د هغه اصلیت او پلرنۍ پېژندګلوۍ په اړه لومړني معلومات هم نه لري. د افغانستان بانک په وېبپاڼه کې…
وروسته له هغې چې یو شمېر نوماند وزیرانو او د دولتي ادارو لپاره وړاندې شويو رییسانو خپل کاري پروګرامونه د ولسي جرګې په حضور کې وړاندې کړل، د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل تېره ورځ ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د شپې له ۹ بجو وروسته د یو شمېر ولسي استازو د رایو اخیستو لپاره د جرګې د اداري پلاوي د یوه غړي په کور کې د نغدي امتیازونو وېشلو لړۍ روانه ده.
د نړیوال بانک له لوري ولسمشر غني ته په استول شوي لیک کې ویل شوي چې د افغانستان بانک له لوري د کلي اقتصاد په اړه له نړیوال بانک سره د معلوماتو نه شریکولو له کبله، خپله ۱۸۰ میلیونه ډالره مرسته ځنډوي.
په لیک کې راغلي، په ځلونو یې د افغانستان بانک څخه دې برخه کې د معلوماتو غوښتنه کړې، خو تراوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.
سلاموطندار ته داسې سندونه رسېدلي چې ښیي د غور ولایت د محکمې، د ځمکو ادارې او عدلیې ریاست مسوولان د ۲۷ جریبه ځمکې له خاوندانو نه د باج اخیستو په موخه هڅه کوي چې یادې ځمکې د دولتي ځمکو په کتار کې راولي. د سلاموطندار موندنې ښيي چې شاوخوا ۷۰۰ کورنیو پر یادو ځمکو کورونه جوړ کړي او پهکې اوسېږي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه لیک کې چې د بهرنیو چارو، دفاع او د امریکا د نړیوالې پراختیا مسوول ته یې لیکلی ویل شوي چې افغانستان د فساد مخنیوي لپاره محدود ګامونه پورته کړي دي او په دې هېواد کې له فساد سره مبارزه محدوده او نمایشي ده.
په دې لیک کې راغلي چې د افغانستان حکومت اصلاحات د کاغذ په پاڼو، قواعدو او د جلسو جوړولو ته محدود دي او دا اصلاحات او ګامونه هغه وخت ډېر شوي چې د مرستندويه هېوادونو نظارت زیات شوی دی.
د سرشمېرنې او معلوماتو ادارې تازه نوی طرزالعمل جوړ کړی چې له مخې به یې د کار په مقابل کې مزد ورکول کېږي چې د هرې تذکرې د وېشلو په بدل کې به کارکوونکي ته ۵ افغانۍ ورکول کېږي.
د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي د طرزالعمل له جوړولو شکایت لري او وايي، د دې طرزالعمل په پلي کولو سره د دوی امتیازونه د پخوا په پرتله کمېږي.
د هرات د مرکزي زندان د بنديانو له نښتې ۴ ورځې وروسته اوس د ولایتي شورا غړيو د دغې پېښې پټ اړخونه روښانه کړي دي. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ماښام د هرات د مرکزي زندان د پنځم بلاک زندانیانو د پولیسو له لوري د هغوی د غرفو له ورانولو وروسته اعتراض وکړ چې بیا په تاوتریخولي بدل شو.
د دغه تاوتریخوالي پایله کې ۸ زندانیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.
د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد سلاموطندار ته وايي، د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې کارکوونکيو د ولایتي چارواکيو په همکارۍ د ياد ولايت ښاروال غلامحضرت مشفق له خپلو ۹ کارکوونکيو سره يو ځای د اختلاس او د دولتي عوایدو د حيف او ميل په تور نیولي دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې افغانستان لپاره د امريکا ۱۹ ميليارده ډالره مرسته حيف او ميل شوې ده.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا غړيو نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې د وزارتونو د سرپرستۍ چارو تنظیمونو قانون بې مانا دی او هېڅ ډول اجرايي ضمانت نه لري.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون