
له ګاونډیو هېوادونو ۹۵۵ کورنۍ راستنې شوي
له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۹۵۵ کورنۍ چې په ټولیز ډول یې شمېر پنځه زره او ۱۰۲ کسان ته رسېږي، تېره ورځ بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه، پر خپله اېکسپاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یوازې د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۵۹ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.














