پکتیا کې ۹۵سلنه د ځنګلونو پرې کولو مخه نیول شوې

پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې قطعې مسوولان وايي چې د تېرو دوو کلونو پرمهال یې دغه ولایت کې ۹۵سلنه د ځنګلونو د پرې کولو مخه نیولې او په تړاو ۵۲ کسان هم نیول شوې دي.

پکتیا کې د شنې قطعې قومندان جاوید اغا سلام‌وطندار ته وايي چې تر دې مهاله یې د ځنکلونو پرې کولو په جرم ۵۲ کسان نیولي چې ځینې یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي کړي او لس کسان یې محکمې ته سپارلي دي.

د هبت‌الله اخند‌زاده اختریز پیغام؛ «له ظلم به ځان ساتئ، د مظلوم ښېرا نظام لړزوي»

د ا.ا مشر مولوي هبت‌الله اخند‌زاده د کوچني اختریز په اړه خپل پیغام کې له ټولو حکومتي مسوولانو غوښتنه کړې چې له ظلم ځانونه وساتي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه د ا.ا مشر مولوي هبت‌الله اخند‌زاده دغه اختریز پیغام خپور کړی دی. په پیغام کې همداراز ویل شوي چې هر چارواکی باید ځان اصلاح کړي او د هر «فرد ګناه پر ټول نظام اغېز کوي.»

فراه او میدان‌وردګ کې د ټرافیکو پېښو له امله درې کسان مړه او ۷ ټپیان شوي

په فراه او میدان‌وردګ ولایتونو کې د ټرافیکو پېښو له امله درې کسان مړه شوي او  اووه نور ټپیان دي.

لومړۍ پېښه چې د میدان‌وردګ اړوند د کابل-کندهار پر لویه لاره شوې، په‌کې دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د دواړو ټرافیکو پېښو لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي ښودل شوې.

هرات کې زلزله‌ځپلیو ته ۶۶ کورونه وسپارل شول

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو‌شمېر زلزله‌ځپلیو کورنیو ته ۶۶ نوي معیارونه کورونه سپارل شوې دي.

هرات کې زلزله‌ځپلیو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند احمدالله متقي «پنج‌شنبه، وري ۱۶مه» سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد کورونه د ګلران او انجیل ولسوالیو یو‌شمېر کلیو کې جوړ او زلزله‌ځپلیو ته ورکړل شوي.

له نشې د خلاصون هیلې؛ روږدې مېرمن: د اولادو غم پر نشو اخته کړم

د کابل ښار ۱۲ناحیه کې د روږدو مېرمنو د درملنې ۱۵۰بستریز روغتون کې د لسګونه روږدو مېرمنو او ماشومانو درملنه کېږي او تر درملنې وروسته ټولنې ته د یوه روغ انسان په توګه ورګرځي.

په دې راپور کې له هغو روږدو مېرمنو سره مرکې شوې چې د ۴۵ورځني درملیز پړاو په لومړیو ۱۵ ورځو کې له عصبي شوک، د بدن لړزه «حمله» او نوروو دردونو سره مخ شوي.

کابل ښاریان دولتي روغتونونو کې د تخصصي درملو له کمښت شکایت کوي

د کابل په یو‌شمېر روغتونونو کې ناروغان او ناروغ‌لرونکي د درملو له کمښت شکایت کوي او وايي، اړ دي چې د اړتیا وړ درمل په لوړه بیه له خصوصي درملتونونو وپېري.

د دوی په وینا، ډېری وخت له خصوصي درملتونونو د درملو پلور توان نه‌لري او کله یې په موندلو پسې هم سرګردانه وي.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې راتلونکې«‌شنبه، وري ۱۸مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (پنج‌‌شنبه، د وري ۱۶مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

کابل کې د «ماین خطرونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ» ونمانځل شوه

کابل کې نن «پنج‌شنبه، وري ۱۶مه» د ماین خطرونو په اړه د عامه پوعاوی ورکولو نړیواله ورځ د سرپرست حکومت چارواکو، د یوشمېر هېوادونو ډيپلوماټانو او افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه کې د یوشمېر موسسو مسوولان له لوري ونمانځل شوه.

سرپرست حکومت: امریکا دې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی ولري

سرپرست حکومت د افغانستان پر هوايي حریم د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکو څار ښکاره تېری بللی او له دغه هېواد یې غوښتنه کړې چې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی ولري.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي چې د افغانستان پر هوايي حریم د امریکا د بې‌‌پېلوټه الوتکو الوتنه ښکاره تېر دی او په وینا یې، «اسلامي امارت یې په کلکه غندي»

لوګر کې د اخلاقي فساد په جرم ۷ کسان په دُرو وهل شوي

د لوګر محلي چارواکي وايي، د دغه ولایت محمداغې ولسوالي ابتدایه محکمې له لوري «پنج‌شنبه، وري ۱۶مه» د یوې ښځې په ګډون، اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې.

یاد کسان پر بېلابېلو جرمونو مجرم پېژندل شوي وو چې د یاد ولایت محکمې له‌خوا سزا ورکړل شوې.

د هرات زنده‌جان کې د اومېندواره مېرمنو ترمنځ د «جنین سقط» زیات شوی

د هرات په زنده‌جان ولسوالي کې د تېرکال زلزله‌ځپلې کورنۍ چې دا مهال تر خېمو لاندې ژوند کوي، سلام‌وطندار ته وايي، په داسې حال کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري چې دغه ولسوالي کې د ښځو ترمنځ د «جنین ناغوښتل شوی سقط» شمېر لوړ شوی دی.

غزني کې د نیالګیو پلورونکي: د پلور کچه مو څلور برابره لوړه شوې

غزني کې د نیالګیو پلورونکي وايي چې تېر ژمي او روانو اروښتونو ته په پام یې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د نیالګیو پلور کچه څلور برابره لوړه شوې.

د دوی په وینا، دغه ولایت اورښتونو کروندګر او خلک د چکالي ختمېدو ته هیله‌مند کړي چې له امله یې، خلکو او کروندګرو د نیالګیو کېنولو او کښتونو ته مخه کړې ده.

د نورستان-کونړ سړک خرابوالی؛ موټرچلوونکي: څه چې ګټو د موټر پر عوارضو یې لګوو

د نورستان یوشمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د یاد ولایت او کونړ ترمنځ د غځېدلې لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي. دوی وايي، تېرو شلو کالونو کې هېڅ ادارې د یادې لارې رغولو ته پام نه‌دی کړی. د یاد ولایت اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې ستونزې یې ور حل او ژر تر ژره ورته دغه سړک په اساسي ډول ورغوي.