په غزني کې د اقتصاد، کانونو او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، د ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم ریاستونه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره، د برښنایي پېژندپاڼو د وېش څانګې، د ځانګړو زده‌کړو او چاپېریال ساتنې ادارې، هغه دولتي ادارې دي چې ځانګړې ودانۍ او ثابت ځای نه‌لري.

د غزني اوسېدونکي وایي، یادې دولتي ادارې د خپلواکو او ثابتو اداري ودانیو د نشتوالي له امله وخت ناوخت بل ځای ته لېږدول کېږي چې له امله یې مراجعه‌کوونکي له ستونزو او سرګردانۍ سره مخ کېږي.

د غزني اوسېدونکی محمداجمل وايي: «ډېری وخت کرایي ودانۍ په کوڅو او تنګو لارو کې نیول کېږي. کله چې مراجعه کوونکي د خپلې ستونزې د حل لپاره پخواني ځای ته ورځي، اداره له هغه ځایه بل ځای ته تللې وي. کله چې پوښتنه وکړې چې دا اداره چېرته ده، د سیمې خلک او ګاونډیان وایي چې له دې ځایه تللې ده. انسان ډېر سرګردانه کېږي.»

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی ګلاب‌الدین وایي: «په ډېرو مواردو کې له یوه ځایه بل ځای ته، په کرایي کورونو کې ځای نیسي او کرایه ورکوي. ګورې چې یوازې د لنډ وخت لپاره وي؛ یو کال یا یو نیم کال تېر شي، بیا وینې چې بل ځای ته انتقال شوې ده.»

د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، حکومت هرکال د دغو ادارو د کرایې لپاره ډېرې پیسې ورکوي، حال دا چې که د دولتي ادارو لپاره خپلې ودانۍ جوړې شي، له یوې خوا به خلکو ته معیاري خدمات وړاندې شي او له بلې خوا به د بیت‌المال د پیسو له ضایع کېدو مخنیوی وشي.

محمدرضا، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته مراجعه کوونکی دی وايي: «له اقتصادي پلوه هم هره میاشت هغه لګښت چې د شخصي ودانیو د کرایې لپاره ورکول کېږي، زیات دی. بله مسئله د خدماتو معیاري والی دی؛ ځکه په یوه کور یا داسې ځای کې چې په معیاري ډول نه وي جوړ شوی، خامخا خدمات هم له ستونزو سره مخ کېږي.»

جاوید چې په غزني کې د برښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې ته ورغلی، وايي: «باید د دغو ادارو لپاره یو مشخص، ثابت او دایمي ځای په پام کې ونیول شي، څو خلک له سرګردانۍ خلاص شي او له بلې خوا د شخصي کورونو د کرایې ورکولو مخه هم ونیول شي.»

د غزني د والي ویاند، عزت‌الله سعیدي، سلام‌وطندار ته وایي چې دامهال هغه ادارې چې ودانۍ نه‌لري، د اسلامي ثقافت په مرکز کې ځای پر ځای شوې دي.

هغه زیاتوي، ټاکل شوې چې په راتلونکو کلونو کې د غزني ښاروالي له لوري د ټولو هغو دولتي ادارو لپاره یو لوی دولتي کمپلکس جوړ شي چې اداري ودانۍ نه‌لري.

نوموړي وویل: «ډېری ادارو د اداري ودانیو د نشتوالي له امله په کرایي کورونو کې فعالیت کاوه. دغه کرایي کورونه د ښار په بېلابېلو برخو کې خپاره وو او مراجعه کوونکو ته یې ستونزې جوړولې. الحمدلله، اوس ټولې هغه ادارې چې اداري ودانۍ یې نه‌لرلې، د ثقافت مرکز ته لېږدول شوې دي او ټولې په یوه ځای کې دي چې د مراجعه‌کوونکو ستونزې په لنډ وخت کې حل کولای شي. بله د یادونې وړ خبره دا ده چې د غزني ښاروالي د هغو ادارو لپاره چې اداري ودانۍ نه‌لري، یو اداري کمپلکس په پام کې نیولی دی. هلته به، ان‌شاءالله، یو ډېر معیاري کمپلکس جوړ شي چې ټولې ادارې به په دایمي ډول په‌کې فعالیت ولري.»

د غزني اوسېدونکي زیاتوي چې په هستوګنیزو کورونو او غیرمعیاري ځایونو کې د دولتي ادارو فعالیت له یوې خوا خلک له سرګردانۍ سره مخ کوي او له بل لوري مراجعه کوونکو ته لازم دولتي خدمات نه وړاندې کېږي؛ ځکه د دوی په وینا، ډېری هغه ادارې چې په کرایي ځایونو کې فعالیت کوي، د مراجعینو لپاره سالونونه، د انتظار خونې او د موټرو تم‌ځایونه نه لري؛ هغه اسانتیاوې چې باید په هره دولتي اداره کې موجودې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام