
د سړک غاړې پلورونکي: له مجبورۍ راوتلي یو، خو کار ته مو نهپرېږدي
کابل ښار کې د سړک پر غاړه د توکو یو شمېر پلورونکي شکایت کوي چې ښاروالۍ یې توکي ور ټولوي او په ډاډ زړه کار نهشي کولی.
دوی سلاموطندار سره خبرو کې وویل، د اقتصادي ستونزو او د بازار د نشتوالي ترڅنګ، وخت ناوخت د ناحیو د کارکوونکو لهخوا ګڼو محدودیتونو او فشارونو سره مخ دي.














