د کابل اوسېدونکې ۲۳ کلنه جمیله سالک چې پخوا د نرسنګ څانګې محصله وه، اوس د یوه ښوونیز مرکز د مدیریت په برخه کې کار کوي.

هغه وایي، د کم معاش او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ د لګښتونو برابرولو اړتیا، اړ ایستلې چې د عاید ترلاسه کولو د یوې بلې لاره په لټه کې شي.

د دې په خبره، بازار او انلاین پلورنځیو کې د توکو د بیو توپیر، هغه انلاین سوداګرۍ ته هڅولې.

«کله چې به بهر وتلم، کتل مې هغه توکي چې په انلاین پاڼو کې وړاندې کېږي، په بازار کې هم شته؛ خو بیې یې توپیر لري. همدې موضوع وهڅولم چې انلاین سوداګري پیل کړم، ځکه که له هر توکي حتا ۱۰۰ افغانۍ هم ترلاسه کړم، بیا هم راته یوه لویه ګټه ده.»

جمیلې دا کار د کورنۍ او ملګرو د بې‌باورۍ ترمنځ پیل کړ، خو اوس له یو نیم کال تېرېدو وروسته، توانېدلې چې له دې لارې د پام وړ عاید ترلاسه کړي.

هغې وویل، په پیل کې یې د ۶ زره افغانیو په پانګه له د ګاڼو یوه پلورنځي سره شراکت وکړ او د انسټاګرام پاڼې له لارې یې د یاد پلورنځي د محصولاتو د انلاین بازارموندنې مسوولیت په غاړه واخیست.

جمیله له ځلېدونکو نازکو ګوتمیو نیولې تر رنګارنګ لاسبندونو، لاکټونو، غوږوالیو او د نورو بېلابېلو ګاڼو انځورونه پر انلاین پاڼه د پلور لپاره نندارې ته وړاندې کوي.

«په پیل کې ټولو ویل چې دا کار به پر مخ یو نه‌وړلی شې، خو ما له ۶زره افغانیو سره شراکت وکړ او وروسته مې پانګه تر ۱۵ زره افغانیو ورسیده. له انلاین سوداګرۍ زه د سلنې په اساس عاید ترلاسه کوم. په هغه عاید چې لرم، کولی شم خپلې اړتیاوې او د کورنۍ د لګښتونو یوه برخه هم پوره کړم.»

د جمیلې په باور، انلاین سوداګري په هر وخت او هر ځای کې ترسره کېدی شي او په هر ډول شرایطو کې دوام موندلی شي.

هغې زیاته کړه چې په ځینو مناسبت لرونکو ورځو کې یې پلور د پام وړ لوړېږي او هماغه مهال زیات عاید هم ترلاسه کوي.

د دې په وینا، په پاڼه کې منظم فعالیت او له آنلاین اعلانونو ګټه اخیستل، د پېرېدونکو د جلب او د پلور د زیاتوالي مهم عوامل دي.

«د مناسبتي ورځو په نږدې کېدو سره د پلور بازار ډېر ښه کېږي او کولی شم په ورځ کې تر ۲۰ زره افغانیو پورې پلور ولرم چې له امله یې ښه عاید هم تر لاسه کوم.»

جمیله وایي، که څه هم په ځینو ورځو کې ښه عاید لري؛ خو دا کار تل ګټور نه وي او کله ناکله داسې ورځې هم راځي چې هېڅ عاید نه لري.

د هغې په خبره، د پېرېدونکو له‌خوا ټیلیفوني اړیکو ته ځواب نه ورکول او همداراز د ځینو فرمایشونو بېرته مستردېدل، د آنلاین سوداګرۍ له مهمو ننګونو څخه دي.

له دغو ننګونو سره سره، جمیله آنلاین سوداګري د عاید ترلاسه کولو او خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره یو مناسب فرصت ګڼي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام