د یوه شنه او له رنګارنګ ګلونو څخه ډک د یوه ښکلي انګړ په یوه کونج کې کوچنۍ خونه!
دغه خونه چې دیوالونه یې په ښکلو تابلوګانو سمبال دي، د انځورګرۍ وسایل په کې په منظم ډول یوې خوا ته اېښودل شوي؛ چېرې چې یوه نجلۍ پهکې خپل ژوند له هنر سره تېروي.
کله چې هوا تیاره وي او شپه ورو ورو ارامه شي، انځورګرۍ پیلوي او ساعتونه د خپلو تابلوګانو مخې ته ولاړه وي.
د کابل د لوېدیځې سیمې اوسېدونکې زهرا عظیمي چې د رسامۍ په برخه کې پنځهکلنه تجربه لري او یو وخت یې د انځورګرۍ ګالري درلوده او دغه هنر یې نورو نجونو ته ور زدهکاوه، اوس یې د اړتیا لهمخې خپل کارځای په خپل کور کې یوې کوچنۍ خونې ته لېږدولی.
هغه وايي چې له ۱۶میاشتو راهیسې او د ګالري له تړلکېدو وروسته یې له کوره خپل کار ته دوام ورکړی او خپلې تابلوګانې په انلاین ډول پلوري.
«ګالري مې درلوده او هلته مې رسامي کوله، ۲۲ نجونو او هلکانو ته مې درس ورکاوه، خو نجونو ته د جواز نه ورکولو په دلیل مې ګالري وتړل شوه او ومې نه شو کولی چې کار ته دوام ورکړم. په همدې دلیل مې له کوره کار پیل کړ.»
زهرا چې ډېری شپې په قلم او کاغذ سره له درېیو تر څلورو ساعتونو پورې په انځورګرۍ تېروي وايي، دغه هنر سره علاقه او د محدودیتونو پر وړاندې نه تسلیمېدو هڅولې چې خپل کار ته دوام ورکړي.
نوموړې زیاتوي چې هره میاشت لږترلږه درې تابلوګانې انځوروي او په پلورلو سره یې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.
«د ورځې له خوا بل مصروفیت لرم، ژبه زدهکوم، په همدې دلیل د شپې له خوا کار کوم. د شپې په ۹ بجو پیل کوم، ځکه چې ارامي وي او د رسامۍ لپاره مناسب وخت دی. خپلې ستونزې لري، خو شوق او علاقه لامل شوې چې دغه کار ته دوام ورکړم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په تېرو دوو کلونو کې زهرا توانیدلې چې د خپلو اثارو انلاین پلورلو له لارې خپل ځانګړي پیرودونکي پیدا کړي.
سره له دې چې زهرا خپل هنري اثار په انلاین ډول پلوري، بیا هم هڅه کوي په کوچنیو او لویو نندارتونونو کې د ګډون له لارې خپل هنر ته بازار موندنه وکړي.
«دوو نندارتونونو کې مې ګډون کړی او له هغې لارې هم زما د اثارو پلور لپاره ښه فرصت برابر شو. د دې ترڅنګ، د پېرېدونکو له لارې هم په غیر مستقیم ډول تبلیغ کیږي.»
دغه انځورګره زیاتوي، سره له دې چې کار یې له کوره هم وده کوي، خو غواړي د انځورګرۍ ګالري د فعالیت جواز ترلاسه او نورو نجونو ته د دغه هنر د زدهکړې زمینه برابره کړي.
«هڅه کوم چې د یوې ګالرۍ جواز واخلم او نورو ته رسامي ور وښیم. ځکه دا ما ته یو ډېر ښه حس را کوي. کله چې یو بل کس ته یو څه ورښيې، ډېر د ارامۍ احساس کوې.»
زهرا د خپل مسلک راتلونکي په اړه خوشبینه ده او هیله لري چې د دغه هنر له لارې به وکولی شي د ځان او نورو نجونو لپاره یوه روښانه لاره وټاکي.
«کوم فعالیت چې لرم فکر کوم چې روښانه راتلونکې به ولرم. او کولی شم د رسامۍ له لارې د خپل پرمختګ ترڅنګ، نورو ته د یو څه ور زدهکولو زمینه هم برابره کړم.»
سره له دې چې په تېرو څلورو کلونو کې د نجونو د زدهکړو او کار زمینه محدوده شوې؛ خو بیا هم ځينې نجونې هڅه کوي چې د هنر په ګډون، بېلابېلو برخو کې د فعالیت له لارې ټولنه کې خپل حضور څرګند کړي.


