Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: ایران سره به یوې ښې هوکړې ته ورسېږو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې هېواد به یې له ایران سره یا یوې ښې هوکړې ته ورسېږي او یا به له دغه هېواد سره په بله بڼه چلند وکړي.
نوموړي ویلي، امریکا به د بدیلو انتخابونو له ارزولو مخکې، د بریا لپاره ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي.

د اړتیاوو او پوهاوي نه‌شتون ترمنځ؛ بادغیس کې د ښځو لپاره د کورتاژ ننګونې

بادغیس کې یو شمېر ښځې د جنین سقط، رحم کې د پلاسنتا ټوټو پاتې کېدو، شدیدې وینې‌بهېدنې او د مور د روغتیا ګواښ په څېر د ستونزو له امله اړ کېږي چې کورتاژ ترسره کړي؛ هغه کار چې د پوهاوي کمښت، روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي او له عملیات وروسته د پاملرنې نشتون، دغه پروسه د ډېرو لپاره ستونزمنه کړې.

د اسلامي امارت مشر اختریز پیغام: نړۍ سره د شریعت په اصولو کې اړیکې غواړو

اسلامي امارت مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، ټولې نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره د شریعت په اصولو کې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

هغه نن یکشنبه د جوزا ۳ / مې ۲۴ دغه پیغام کې ویلي چې د اسلامي امارت حکومت دې برخه کې خپل مکلفیت هم ادا کړی.

ډونالډ ټرمپ: ایران سره هوکړه به ژر اعلان شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره د جګړې پایته رسولو لپاره په لویه کچه خبرې شوي او د هوکړې وروستي کېدو ته په تمه دي.

هغه پر تروت سوشل پاڼه لیکلي چې د دغو خبرو په چوکاټ کې د سیمې یو شمېر مشرانو سره یې «ډېرې ښې» خبرې کړي، خو له ایران سره د احتمالي هوکړې وروستي اړخونه او جزئیات لا هم تر ارزونې لاندې دي او «ژر» به اعلان شي.

له زده‌کړې تر نوښتونو؛ سرپُل کې د یوه ځوان د بریالیتوب کیسه

د سرپُل ولایت د «توغني» کلي اوسېدونکی ۲۸ کلن حسین رحیمي وایي، د اقتصاد په څانګه کې یې زده‌کړې کړ‎ي او په تېرو شاوخوا ۸ کلونو کې یې له ۸ څخه ډېر سافټویرونه او ۳ ډیجیټلي لوبې جوړې کړي، هغه لاره چې له یوې ساده مفکورې پیل شوه او د پرله‌پسې هڅو او ‌زده‌کړې له لارې یې دوام موندلی.

چین او روسیې د انرژۍ او اقتصادي همکاریو ۲۰ سندونه لاسلیک کړل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته د سفر پرمهال د دغه هېواد ولسمشر شي‌ جین‌پینګ سره د اقتصاد، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې د همکاریو ۲۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د راپورونو پراساس، دغه هوکړه‌لیکونه نن چهارشنبه د پوتین او د شي‌ جین‌پینګ د لیدنې په لومړۍ ورځ لاسلیک شوي.

ملګرو ملتونو ۲.۷ميليون راستنېدونکو ته ۵۲۹ ميليون ډالر ځانګړي کړي

ملګرو ملتونو او غیردولتي سازمانونو له پاکستان او ایرانه راستنېدونکو ۲.۷ میلیون افغانانو ته د ۵۲۹ میلیون ډالرو په ارزښت پلان عملي کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان یوه راپور کې ویلي، د دغه پلان له مخې به د روان ۲۰۲۶ کال له اپرېل تر ډسمبر میاشت پورې هېواد کې د راستنېدونکو کورنیو اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

د عباس عراقچي خبرداری: د جګړې بیا پیل به ډېرې حیرانتیاوې ولري

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستيو څرګندون په اړه ويلي، جګړې ته بېرته ستنېدل به «لا ډېرې ناڅاپي پېښې» له ځان سره ولري.

هغه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د ايران پر وړاندې د جګړې له پيل څو مياشتې وروسته، د امريکا کانګرس د «ميلياردونو ډالرو په ارزښت د لسګونو الوتکو له لاسه ورکول» تاييد کړي.

کورنیو کې بې‌عدالتي؛ ښځې ولې له خپلو مالي حقونو بې‌برخې کېږي؟

د فقهې قاعدې «ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب» او د علماوو او حقوق‌پوهانو د نظر له مخې، کله چې مېړه د خپلې مېرمنې او اولادونو د نفقې (چې خوراک، جامې، استوګنځای، درملنه او د ژوند نورې اړینې اړتیاوې په‌کې شاملې دي) د برابرولو لپاره بل ځای ته کډه کېږي، نو اړ دی چې د هغوی د ژوند لګښتونه په پوره او منظم ډول تامین کړي.