د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې د ۷۰ میلیون افغانیو په ارزښت د سبزیو او تازه مېوو مارکېټ جوړ شو.
ځايي مسوولان وايي، دغه مارکېټ د خصوصي سکتور له لوري د بزګرانو حاصلاتو ته د بازار موندنې او د ضایعاتو مخنیوي په موخه جوړ شوی چې د هلمند په ګډون د هېواد د ۷ ولایتونو سلګونه کروندګر به خپل کرنیز حاصلات په کې ساتي.
دوی وویل، له دې ځایه هره ورځ له ۱۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې باروړونکي موټر د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د سبزیجاتو او تازه مېوو انتقال ترسره کوي.
د دغه مارکېټ پانګوال سید واجد د مارکېټ د فعالیتونو او پراختیا په اړه وایي: «دغه مارکېټ ته د هلمند د نږدې ټولو ولسوالیو ترڅنګ، د نیمروز، فراه، هرات، کندهار، غزني او کابل ولایتونو څخه هم سبزي او مېوې راوړل کېږي چې وروسته د سوداګرو له لارې دهېواد بیلابیلو بازارونو ته عرضه کېږي.»
بل لور ته یوشمېر بزګران وایي، پخوا به یې د بازار نشتون او د ساتنې د اسانتیاوو د کمښت له امله حاصلات یا په ټیټه بیه پلورل او یا به له خرابېدو سره مخ شول، خو اوس شرایط تر یوه بریده بدل شوي.
کروندګر سردار وایي: «پخوا به مو محصولات ژر خرابېدل او مناسب بازار مو نه درلود، خو اوس د دې مارکېټ په جوړېدو سره زموږ د حاصلاتو د پلور کچه لوړه شوې او اسانتیاوې هم راته برابرې شوي.»
بل کروندګر شیرولي هم ورته هیلهڅرګندوي او وایي: «موږ تمه لرو چې له دې وروسته به مو محصولات خوندي پاتې شي، ښه بازار به ولري او اقتصادي وضعیت به مو هم ښه شي.»
په همدې حال کې د هلمند د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د یوې همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ، په دغه مارکېټ کې د سبزیجاتو د ساتنې لپاره پر زر متره مربع ځمکه سایهوان او درې سړې خونې هم جوړې کړي.
مسؤلین وایي، دغه اسانتیاوې د دې لپاره دي څو هغه محصولات په کې وساتل شي چې پر وخت ونهپلورل شي.
د هلمند د کرنې ریاست مالي او اداري مدیر قاري شفیق الله مبین وایي: «د ۴ میلیون افغانیو په ارزښت جوړې شوې سړې خونې او سایهوان به د بزګرانو د حاصلاتو په ساتنه کې مهم رول ولوبوي او د سبزیجاتو او مېوو د خرابېدو مخه به تر ډېره ونیسي.»
هلمند کې د کروندګرو لپاره د مناسب بازار نشتون هغه ستونزه وه چې له امله به یې ډېری وخت د دوی حاصلات په ټیټه بیه پلورل کېدل او یا به هم په لویه کچه خرابېدل.
خو اوس بزګران هیله لري چې د دغه نوي مارکېټ او سړو خونو په جوړېدو سره به یې حاصلاتو ته ښه بازار پیدا او اقتصادي ستونزې به یې تر یوه بریده هوارې شي.


