Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې تایید شوې

کابل ښار

د ریاست‌الوزا اقتصادي معاونیت ویلي، د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې تایید شوې.

اقتصادي معاونیت نن یکشنبه جوزا ۳ مې ۲۴ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه سوداګریز مارکېټونه به د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه جوړ شي.

خو یاد معاونیت په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

همداراز د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډې ته د کابل ښار یوولسمه ناحیه کې هم د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه چې د مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونه څیړلو لپاره اړوند ادارو ته راجع شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام