کندهار کې د لومړي ځل لپاره د بیسکویټ تولیدي فابریکې فعالیت پیل کړ.
ځايي مسوولان وايي، دغه فابریکه هره ورځ د کندهار ترڅنګ د شاوخوا ولایتونو بازارونو ته نږدې زر کارتنه بېلابېل ډوله بیسکویټ عرضه کوي.
د یادې فابریکې مسوولانو وویل، د تولید لپاره ډېری خام مواد له کورنیو سرچینو برابریږي او هڅه کوي چې د بهرنیو تولیداتو بدیل رامنځته او هېواد د دې برخې له اړخه پر ځان بسیا کړي.
پانګوال محمد اسماعیل مخلص وایي: «موږ هڅه کوو چې د لوړ کیفیت لرونکي کورني محصولات تولید کړو، څو د بهرنیو بیسکویټو پر ځای افغان تولیدات بازار ونیسي او د هېواد اقتصاد پیاوړی شي.»
کندهار کې د بیسکویټ د تولید فابریکې مسوولن ذبیحالله وایي: «تر دې وړاندې د بیسکویټو بازار تر ډېره د پاکستاني او ایراني تولیداتو تر اغېز لاندې و، خو اوس هڅه کوو د کیفیت او مناسب قیمت له لارې د خلکو باور پر کورنیو تولیداتو زیات کړو.»
د فابریکې مسوولان همدارنګه وایي، د تولیداتو د پراخېدو ترڅنګ د کار فرصتونه هم رامنځته شوي او لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.
په یاده فابریکه کې پر دندو بوخت کارکوونکي وایي، دا ډول کاري فرصتونه د بېکارۍ کچې کمېدو کې مهم رول لوبولی شي.
کارګر محمد عثمان وایي: «په هېواد کې د دا ډول فابریکو جوړېدل نه یوازې خلکو ته د کار زمینه برابروي، بلکې ځوانان له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو هم ژغوري.»
بل کارګر محمد طیب هم وایي: «موږ خوښ یو چې په خپل هېواد کې کار کوو او هیله لرو چې نورې فابریکې هم جوړې شي، څو خلکو ته د کار زمینه زیاته شي.»
اخوا د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسوولان وایي، دامهال دغه ولایت کې د بیسکویټو د تولید یوه فعاله فابریکه شته، خو تمه ده په نږدې راتلونکې کې د ورته تولیدي فابریکو شمېر هم زیات شي.
د کندهار د صنعت او کانونو خونې مرستیال احمدالله عزیزي وایي: «موږ هڅه کوو د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړو او د صنعتکارانو د ستونزو د حل په برخه کې لازمې همکارۍ ترسره کړو.»
د نوموړي په خبره، د کورنیو تولیداتو ملاتړ کولی شي د صنعت د ودې ترڅنګ د کار فرصتونه زیات او اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.
تر دې وړاندې د کندهار او شاوخوا ولایتونو بازارونو ته بیسکویټونه له پاکستان او ایران څخه واردېدل، خو اوس کورني پانګوال هڅه کوي چې د ښه کیفیت او مناسب قیمت له لارې د بهرنیو تولیداتو لپاره مناسب بدیلونه وړاندې کړي؛ هغه چاره چې د صنعتکارانو په باور، هم به د هېواد اقتصادي خپلواکي پیاوړې کړي او هم به د کورنیو تولیداتو بازار پراخ کړي.


