Asset 1SWN

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژباړې مرکز تېرکال ۳۱ علمي اثار ژباړلي

F27AkzQWgAAhKe_

د افغانستان د علومو اکاډمي مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال دغه اداره کې یې د «ژباړې» یو مرکز رامنځته کړی چې پر مټ یې ۳۱ علمي اثار ژباړلي او ۴۶ علمي څېړنیزې پروژې یې بشپړې کړې دي.

د علومو اکاډمي مسوولانو نن دوشنبه د زمري ۱۶مه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال همداراز وویل چې دې مرکز کې یې له ملي ژبو نورو او له نورو ژبو ملي ژبو ته کتابونه ژباړلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د علومو اکاډمۍ د علمي برخې منشي رفېع‌الله نیازي وویل، د ژباړې مرکز د تېرکال زمري میاشت کې د لسو ژباړنو په فعالیت سره کار پیل کړی دی.

نوموړي وویل: «د کتابونو ژباړه له پښتو دري او له دري پښتو ته او له انګلیسي، عربي، اردو ملي ژبو ته ژباړې کېږي چې له ډلې یې هغه کتابونه چې لومړی ژباړل شوي او چاپ شوي د «د سلاطین شاهي تاریخ»، «محذن افغاني» او «اسلام کې د تشبع فلسفه» چاپ شوي دي.»

د علومو اکاډمي دغه غړی زیاتوي چې دامهال د ژباړې مرکز کې ۱۵ ژباړونکي خپل کارونه مخته وړي. د یادې ادارې د مسوولانو په وینا، تېر یوه کال کې یې ۳۶ مجلې او ۳۳ ټوکه کتابونه چاپ کړي او ۲۴۶ مقالې یې هم خپرې کړي دي.

هغه زیاته کړه: «علومو اکاډمي کې ۳۳ جلده علمي او څېړنیز کتابونه چاپ شوي چې له ډلې یې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان سرحدي او اداري تقسیمات، اریانا لرغونی افغانستان او تاریخ سلاطین افغانیه شامل دي.»

ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د علومو اکاډمي مسوولانو وویل چې تېر یوه کال راهیسې یې ۴۶ څېړنیزې او علمي پروژې بشپړې کړي او ټاکل شوې چې د سږکال تر پایه د هغو ۱۷۰ علمي او څېړنیزو پروژو له ډلې چې تر کار لاندې دي، ځينې یې بشپړې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د علومو اکاډمي مسوولان له اسلامي امارت غواړي چې ټولنه کې د علمي څېړنو پراخولو لپاره باید د دغه بنسټ د کادرونو شمېر زیات شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام