د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په محتاطانه ډول په تهران کې د افغان دولت او طالبانو د استازیو ترمنځ د لیدنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ورته ګامونه د افغانستان لپاره ګټور تمامېدای شي، خو په وینا یې، پایله به یې په راتلونکي کې روښانه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس پرون په یوه خبري غونډه کې د افغان سولې خبرواترو په برخه کې د ایران د کوربه‌توب هرکلي ترڅنګ، ویلي چې د افغانستان ګاونډیان باید په دغه هېواد کې د سولې راتلو لپاره خپل نفوذ په مثبت او اغېزناک ډول وکاروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پرایس ویلي: «دا هغه څه دي چې موږ تل ویلي چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه د دغه هېواد په راتلونکې کې ونډه لري. دوی باید له خپل نفوذ څخه مثبته، اغېزناکه او په داسې ډول کار واخلي چې د سولې راتلو لامل شي.»

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې سیمه‌ييزه اجماع او د افغانانو په مشري د سولې بهیر ملاتړ په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو لپاره مهم دي.

ایران پرون د افغان دولت او طالبانو د استازیو ترمنځ د ناستې کوربه و. په دې غونډه کې محمدیونس قانوني، عبدالسلام رحیمي، عبدالکریم خرم او یوشمېر نورو سیاستوالو ګډون کړی و. دغه راز، د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشري د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی هم ورغلی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام