د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د افغانستان استازي د مسکو او استانبول په غونډو کې چې د افغان سولې په اړه د روسیې او ترکیې په کوربه‌توب جوړېږي، ګډون کوي.

نوموړي چې نن په کابل کې د امنیتي چارواکو په غونډه کې خبرې کولې وویل، د روسیې او ترکیې په غونډو کې د افغان پلاوي پر څرنګوالي او ترکیب خبرې روانې دي او افغان حکومت په دواړو هغو کې ګډون کوي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار زیاتوي، د بهرنیو چارو وزارت او د ملي روغې جوړې شورا د طالب ډلې په ګډون، د یادو غونډو پر کچې کار کوي. د هغه په خبره، که د طالبانو مرکچیان په دغو غونډو کې ګډون وکړي، د افغانستان له لوري به هم د دولت د سولې مرکچیان ګډون کوي.

ټاکل شوې د افغان سولې د کب میاشتې په ۲۸مه په مسکو کې د روسیې، چین، امریکا او پاکستان له لوري یوه غونډه جوړه شي.

بله‌خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې د روان کال په اپرېل میاشت کې به د افغان سولې په اړه د دغه هېواد استانبول ښار کې کوربه‌توب وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام