محب: د مسکو او استانبول په غونډو کې ګډون کوو

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د افغانستان استازي د مسکو او استانبول په غونډو کې چې د افغان سولې په اړه د روسیې او ترکیې په کوربه‌توب جوړېږي، ګډون کوي.
نوموړي چې نن په کابل کې د امنیتي چارواکو په غونډه کې خبرې کولې وویل، د روسیې او ترکیې په غونډو کې د افغان پلاوي پر څرنګوالي او ترکیب خبرې روانې دي او افغان حکومت په دواړو هغو کې ګډون کوي.

د سولې هوکړې ترڅنګ د ۹۰۰ پاڼو د ضميمې له لاسليکه حکومت خبر نه دی

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري نن په کابل کې «د سولې پېچلې لاره، ننګونې او فرصتونه» سیمینار کې وویل، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له شوې هوکړې سربېره دواړو لوريو د ۹۰۰ پاڼو يوه ضمیمه هم لاسلیک کړې ده. د ناصري په وينا، دغه ضمیمه په پټه لاسلیک شوې او ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله يې له متنه خبر نه دي.

افغان حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا رده کړه چې افغان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي

بهرنيو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا بې‌بنسټه وبلله او رد کړه چې وايي، افغان خاوره یې پر ضد کارول کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ تېره ورځ یوه ګډه غونډه کې ویلي، افغانستان کې هندي ډيپلوماټان له افغانستان څخه په پاکستان کې ترهګريز فعالیتونه ترسره کوي.