Asset 1SWN

افغان حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا رده کړه چې افغان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي

125315425_3475969359127686_3334125352535980803_o-oyfxa7hjm05o2htw37u76chb5xa6ovjpg2q7eyhlzc

 

بهرنيو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا بې‌بنسټه وبلله او رد کړه چې وايي، افغان خاوره یې پر ضد کارول کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ تېره ورځ یوه ګډه غونډه کې ویلي، افغانستان کې هندي ډيپلوماټان له افغانستان څخه په پاکستان کې ترهګريز فعالیتونه ترسره کوي.

د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان تروریزم سره مبارزې ته ژمن دی او هېڅ کله اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګټه واخيستل وشي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حقایقو روښانه کېدو لپاره دې د ملګروملتونو امنیت شورا ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو یو پلاوی وګماري، ترڅو افغان خاوره کې د ترهګریزو بریدونو لاملان او د پاکستان دغه ادعاوې په جدي او مسوولانه ډول وڅېړي.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې افغان دولت به د تروریزم قرباني په توګه سیمه کې ترهګرۍ او د تروریستي ډلو د تمویل، تجهیز او خوندي ځایونو پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره د نړۍ په کچه د هڅو همغږي کولو ته دوام ورکړي.

دغه څرګندونې داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د همدې اوونۍ په پای کې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته سفر وکړي او له ولسمشر غني سره به پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام