د کابل ښار په یوشمېر ښوونځیو کې ځینې سرچینې وايي چې د عبدالقهار عاصي ښوونځی سره له دې چې له څلور زرو ډېر زدهکوونکي لري، خو لپاره یې یوازې ۶۷ ښوونکي او سرښوونکي لري.
د سرچینو په وینا، یاد ښوونځی په ۱۴۰۰ کال کې لږترلږه ۴۷ نورو ښوونکو ته اړتیا لري، او اووم، اتم او نهم ټولګي یې هېڅ کتابونه نه لري.
د سیمې اوسېدونکي هم د خپلو ماشومانو راتلونکې په اړه د اندېښنې تر څنګ وايي، په ټوله ورځ کې یوازې دوه یا درې ساعته ښوونکي لري.
کابل ښاریان بشیراحمد او امینالله رستمي وايي، ماشومان یې په ښوونځیو کې د کتابونو او ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي چې دغه وضعیت یې پر زدهکړو منفي اغېز کړی دی.
یوشمېر زدهکوونکي هم په ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو له کمښت څخه سر ټکوي. الیناز چې د لسم ټولګي زدهکوونکې ده وايي، سره له دې چې د ښوونیز کال له پیله ۱۷ ورځې تېرېږي، خو تر اوسه ښوونکي او کتابونه نه لري. د هغې په خبره، د طبعي او ساینسي مضامینو لپاره هېڅ ښوونکي نه لري او د ۴ یا ۵ ښوونکو له لوري ورته یوازې دري، تاریخ او بیالوژي تدریسېږي.
د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین هم د کابل ښار په ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو کمښت تاییدوي، خو په وینا یې، د قراردادي ښوونکو په ګومارلو سره یې د حل لپاره لاس په کار شوي دي.
ارین وايي، که څه هم سږ کال یې د کتابونو د چاپ بهیر پر وخت د ۱۴۰۰ کال ملي بودیجې نه تاییدېدو له کبله وځنډېد، خو د شاوخوا ۳۷ میلیونه کتابونو د چاپ ۸۰ سلنه چارې پر مخ تللي او ډېر ژر به یې د زدهکوونکو په واک کې ورکړي.
د یادونې ده چې د معیاري ودانیو، درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو نه موجودیت هغه ستونزه ده چې تل په هېواد کې ترې شکایت شوی او لا هم په بشپړه توګه نه ده حل شوې.