د بامیان ولایت سلګونو فرهنګیانو پرون ماښام په یوه اعتراضي لاریون کې د صلصال او شهمامه سمڅو په مخ کې د الیکین څراغونو په لېږدولو سره د طالبانو له لوري د بودا مجسمې ورانول وغندل او د دې ډلې د محاکمې غوښتنه یې وکړه.
دوی داسې مهال په یاده سیمه کې راټول شوي چې له نن نه شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې د صلصال او شهمامه په نوم د بودا سترې مجسمې چې ۵۳ او ۳۵ متره اوږدوالی یې درلود، ولاړې وې. خو طالبانو واک ته له رسېدو سره سم د ملامحمدعمر په فتوا یادې مجسمې د توپ، ټانګ، راکېټ او چاودېدونکو توکو په وسیله ونړولې.
د طالبانو دغه کار هغه مهال د نړۍ په کچه له توندو غبرګونونو سره مخامخ شو، خو دې ډلې ورته پام ونه کړ.
طالبانو د یادو مجسمو تر څنګ، په لوګر کې د بودا مجسمې او په ملي موزیم کې هم لسګونه تاریخي اثار او سیمې له منځه یووړې. اوس چې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، د بامیان ولایت فرهنګیان د دې ډلې له لوري د بودا مجسمو ورانول فرهنګي او جنګي جنایت بولي او د محاکمې غوښتنه یې کوي.
د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اسحاق موحد وايي: «موږ د عدالت تږي یو، طالب ډلې په بامیان کې فرهنګي او جنګي جنایت کړی، دا ډله باید په ملي او نړیوالو حقوقي ادارو کې محاکمه شي.»
د بامیان ولایت یوه فرهنګي زهرا حسیني هم وايي چې نړیواله ټولنه باید د سولې خبرواترو پر مهال له طالب ډلې د نورو جنایتونو نه کولو ضمانت واخلي.
دغو فرهنګیانو د یوه پرېکړهلیک په صادرولو سره په لاهه نړیواله محکمه کې د بودا ورانوونکو د محاکمې غوښتنه وکړه. دوی له افغان حکومت نه هم وغوښتل چې په دغه ولایت کې پاتې تاریخي اثار بېرته ورغوي. د پرېکړهلیک پر بنسټ، که حکومت د بامیان تاریخي اثارو ته پام ونه کړي، د دغه ولایت اته تاریخي اثار چې د یونسکو نړیوالو میراثونو په نوملړ کې ثبت دي، له منځه ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر محمدطاهر زهیر وايي، د بودا مجسمو د ورانولو دوسیه باید په نړیوالو محکمو کې وڅېړل شي.
نوموړي دا څرګندونې پرون په انلاین ډول په بامیان ولایت کې د «یوه شپه له بودا سره» فرهنګي – هنري غونډه کې د خبرو پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي چې طالبانو ۲۰ کاله وړاندې په دغه ولایت کې ډاروونکی فرهنګي جنایت کړی دی.
هغه ویلي: «د بامیان ولایت فرهنګیان، د بشري حقونو فعالان، حقوقپوهان او د پوهنتون استادان دې د بودا مجسمو د شلم تلین په مناسبت یوه دوسیه جوړه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دې وسپاري، څو له دې لارې د بودا مجسمو د ورانولو فرهنګي جنایت په نړیوالو محکمو کې ثبت او وڅارو.»
په همدې حال کې د بامیان والي سیدانور رحمتي د بامیان ولایت په یاد جوړ شوي پروګرام کې د خبرو پر مهال وویل چې ولایتي اداره د دغه ولایت د تاریخي اثارو ساتنې ته ژمنه ده.
په بامیان ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمهييز دفتر رییس جواد دادګر هم د طالبانو له لوري د بودا مجسمو ورانول جنګي جنایت وباله او زیاته یې کړه چې د بشري حقونو نړیوالو سندونو له مخې، جنګي جنایت د پرېښودو نه دی.
د نوموړي په وینا، د بودا مجسمو د ورانولو دوسیه باید د لاهه نړیوالې محکمې ته ولېږل شي او هلته هر وخت د دې دوسیې د څېړلو امکان شته.