دې وروستیو اونیو د سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو مشرانو د امریکا ولسمشر جو بایډن سره له اړیکې ډډه کړې، ځکه متحده ایالت او متحدین یې غواړي پر اوکراین د روسیې یرغل په دلیل د انرژۍ د بیې لوړېدو مخه ونیسي.

د وال‌سټریټ ژورنال ورځپانې د رپوټ او د امریکايي او منځني ختیځ د چارواکو د خبرو پر اساس، د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان او د متحده عرب اماراتو ولیعهد شیخ محمد بن زاید النهیان بایډن سره د خبرو لپاره د امریکا غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. د یوه امریکايي چارواکي په خبره، د بایډن او شهزاده محمد بن سلمان ترمنځ د خبرو لپاره پروګرام جوړ شوی وو، خو دغه اړیکه ترسره نه شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوپک + سازمان چې روسیه هم په کې شاملیږي، د لوېدیځو له غوښتنې سربېره د نفتي محصولاتو د بیې لوړېدل رد کړ. دې سره د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د سړو اړیکو رپوټونه داسې مهال خپریږي چې د جو بایډن دولت د سې‌شنبې په ورځ په رسمي توګه د روسیې د نفتو پر وارداتو له بندیز وروسته، په دې لټه کې دی چې د نفتو د وړاندې کولو کچه لوړه شي. د امریکا دغه کار د نفتو د یوې بُشکې بیه ۱۳۰ ډالرو ته ورسوله چې دغه بیه تېرو ۱۴ کلونو کې مخینه نه لري.

دې سره، امریکا له کلونو وروسته د روسیې د متحدو هېوادونو له ډلې څخه، ونزویلا سره چې د نړۍ په سطحه تر ټولو زیات نفت لري، ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې. د جوبایډن د ولسمشرۍ پرمهال فارس خلیج کې د امریکا سیاست په اړه د متحده ایالتونو او سعودي عربستان اړیکې سړې شوي دي.

 د ایران د اټومي تړون احیا کول، د یمن کورنۍ جګړه کې د سعودي عربستان له لاسوهنې څخه د امریکا نه‌ملاتړ او د امریکا تروریستي نوملړ کې د حوثي یاغیانو نه شاملول، د سعودي غیرنظامي اټومي پروګرام کې د امریکا د همکارۍ ردېدل او د ترکیې استانبول کې د سعودي ورځپاڼه‌لیکونکي جمال خاشقچي په څېر موضوعات د دې لامل شول چې د دواړو هېوادونو اړیکې سړې شي.

بایډن د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ژمنه کړې وه، که چېرته واک ته ورسېږي، له سعودي عربستان سره به د یوه کرکچن هېواد په توګه چلن وکړي. نوموړي زیاته کړې وه چې د عربستان اوسني حکومت کې ټولنیز ارزښتونه ډېر کم دي.

د روانې اوونۍ په لومړیو کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل چې له شهزاده بن سلمان سره د بایډن د خبرو څرک نه لیدل کېږي او ریاض ته د ولسمشر بایډن د سفر هېڅ پلان نشته دی.

په امریکا کې د متحده عربي اماراتو سفیر یوسف القطیبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو سوړوالی تایید کړی او ویلي یې دي: «نن مونږ له فشاره ډکې ازموینې څخه د تېرېدو په حال کې یو، خو باوري یم چې له دې پړاوه به تېرېږو او یوه ښه ځای ته به رسېږو.» په فارس  خلیج کې دغه هېواد یوازینی هغه دی چې د تېلو بازار د انډول لپاره د تولید زیاته کچه لري.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا لوړپوړو چارواکو رپوټ ورکړی چې د امریکا په استازیتوب یې په وروستیو اوونیو کې ریاض او ابوظبۍ ته سفر کړی دی. په همدې حال کې ژورنال ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ولسمشر بایډن د روان کال فبرورۍ میاشتې په ۹ نېټه له شاه سلمان سره ټيلیفوني خبرې کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغو خبرو کې دواړو لوریو د خپلو هېوادونو اقتصادي تګلارو پر بنسټ پر ګډون ټينګار وکړ. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له بایډن سره د شیخ محمد‌بن زاید النهیان د بیا ټيلیفوني اړیکې زمینه برابره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام