افغان ځواکونو د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې له ۴۸ ساعته سختې جګړې وروسته پرون ماښام دغه ښار طالبانو ته پريښی او د پوځ په درېیمه لوا کې چې په کیله‌ګي کې ده، ځای پرځای شوي دي.

په ولسي جرګه کې د بغلان استازې نوریه حمیدي وايي، پلخمري ښار په سیاسي معامله کې طالبانو ته خوشې شوی دی. د هغې په وینا، د تجهیزاتو کموالی او د حکومت مرکزي ادارې نه پام لامل شو چې افغان ځواکونه شاتګ وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حمیدي وايي، طالبانو نن سهار ټول دولتي وسایل او تجهیزات چور کړي او کور په کور یې پلټنه پیل کړې او په خبره یې، د پلخمري ښار اوسېدونکي اوس په وحشت کې ژوند کوي.

په ولسي جرګه کې د بغلان یو بل استازی نسیم مدبر د حکومت مرکزي اداره په بې‌پروايي تورنوي او وايي، پلخمري ښار یې هم له کبله طالبانو ته په لاس ورغلی چې دوی به دا موضوع وڅېړي.



په همدې حال کې د بغلان د ولایتي شورا غړی سمېع‌الدین ناظر وايي، د همغږۍ نه موجودیت لامل شوی چې امنیتي او دفاعي ځواکونه له ښار څخه شاتګ وکړي.

بله‌خوا ځینو سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې لس سرتېري او نږدې شل ملکیان ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونو بېګاه له څه باندې سل ټانګونو سره د پوځ د درېیمې لوا مرکز پريښی او خنجان ولسوالي ته تللي دي. دغه راز د کیله‌ګي له بندخونې بیا څه باندې درې سوه بندیان خوشې شوي چې د ډېری هغو په اړه یې هېڅ معلومات نشته او د دغه ولایت دوشي ولسوالي هم طالبانو ته په لاس ورغلې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

 طالبانو د بغلان محلي رسنیو ته په یوه لیکلي پیغام کې لیکلي چې د ښار په ټولو برخو کې یې امنیتي کمربندونه جوړ کړي او خلک دې له ارام ژوند وکړي. د دې ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد په پلخمري ښار کې د کور په کور پلټنې موضوع نه مني او له کډه شویو کورنیو غواړي چې خپلو مېنو ته ستانه شي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د بغلان د محلي او امنیتي مسوولانو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام