فراه کې د «فریدون کلا» د دغه ولایت له لرغونو ځایونو څخه شمېرل کېږي چې نږدې ۲۰۰۰ کاله تاریخ لري او د افغانستان او ایران په جغرافیه کې د لرغوني سیستان ښکارندويي کوي.
د فراه اوسېدونکي او فرهنګپال وايي، د هرې ورځې په تېرېدو، د طبیعي پېښو او د حکومتي مسوولانو د نه پاملرنې له امله دغه تاریخيکلا د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی د اسلامي امارت مسوولانو څخه د ټولو لرغونو ځایونو په ځانګړې توګه د فریدونکلا تاریخي سیمې د بیارغولو او ساتنې غوښتنه کوي.
د فراه فرهنګپال هم دغه ولایت کې د لا زیاتو تاریخي ځایونو د له منځه تلو څخه اندېښنه ښيي او وايي، یوازې د فریدونکلا له ۴۰ تر ۵۰ سلنې ویجاړه شوې ده.
د دوی په وینا، تاریخي سیمې د یوه هېواد او ټولنې د فرهنګ، تمدن او پېژندګلوۍ ښکارندويي کوي چې باید ورڅخه ساتنه او جدي څارنه وشي.
فراه کې فرهنګپال فرید احساس سلاموطندار ته وویل: «دغه کلا له خټو جوړه ده او له همدې امله د تاریخ په اوږدو کې یې ځينې برخې شړېدلي او خرابې شوي چې پام ورته نه دی شوی. خلکو هم د دغې تاریخيکلا په ساتنه کې خپله ونډه نه ده ادا کړې. دا کلا د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ ده.»
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې مدیر نعمتالله اسماعیلزاده وايي، د دغه ولایت د لرغونو او تاریخي ځایونو بیارغولو لپاره یې، ځو ځله مرکز ته مکتوبونه لېږلي، خو هېڅ پام ورته نه دی شوی.
هغه هیله څرګنده کړه چې د اسلامي امارت حکومت باید د تاریخي ځایونو بیارغولو ته پام وکړي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت له سلو ډېر تاریخي ځایونه لري چې شاوخوا شل یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي میراثونو سره ثبت دي.
دغه لرغونې کلا د فراه زوړ ښار په نوم هم یادېږي چې په ۳۰۰جریبه ځمکه کې جوړه شوې او ۹۹ واړه او لوی برجونه لري.